تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه
د جمعې پر ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه لیک تصویب کړ او د دې هېواد له مشرانو سره یې د اړیکو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
دا غوښتنه له هغې وروسته وشوه، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل راپور کې له افغانستان سره د تعامل د ډېرولوغوښتنه وکړه.
د امنیت شورا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترش څخه غوښتي، چې د راپور د سپارښتنو په ځانګړي توګه د بشري حقونو په اړه ځانته یو ځانګړی استازی وټاکي.
دا پرېکړه لیک د امنیت شورا د ۱۳ غړیو پر موافقو او د روسیې او چین پر ممتنع رایو تصویب شو.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان سفیر یامازاکي کازویوکي له راې ورکولو مخکې ویلي وه: عربي متحده امارات او جاپان په دې باور دي، چې د راتلونکیو خبرو اترو لپاره غوره بنسټ خپلواکه ارزونه ده.
هغه زیاته کړې: لکه څنګه، چې خپلواکه ارزونه ښیي؛ دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو پر همغږي، راټول او بنسټیز جوړښت د ورزیاتولو پر اړتیا ټینګار کوي.
د امريکا استازې د دغه پرېکړه ليک له تصويب وروسته ويلي: امريکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د دغه پرېکړه ليک له غوښتنې څخه په کلکه ملاتړ کوي. یو ځانګړی استازی به د افغانستان په اړه د اړوند افغان سیاسي لوبغاړو او شریکانو په ګډون نړیوالې اړیکې پوره همغږې کړي.
له دې مخکې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې ویلي وه، چې د ملګرو ملتونو له لوري د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز د افغانستان لپاره مناسب نهدی.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ګنګ شوانګ د جمعې پر ورځ ویلي، چې د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه باید د اسلامي امارت نظر ته درناوی وشي. که نه؛ نو دا به د نړیوالې ټولنې او افغان چارواکو تر منځ ناندرۍ نورې هم ډېرې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسيې د استازي مرستيالې انا اوستیګنيوا ويلي، چې د دې ټولنې عمومي منشي باید له افغان چارواکو سره سلا مشورې وکړي.
هغې ویلي: مونږ غواړو دا روښانه کړو، چې د عمومي منشي له پرېکړې به ملاتړ ونهکړو؛ خو که دا پرېکړه د حکومتي چارواکو لخوا ومنل شي. مونږ باور لرو؛ د افغانستان مسله یوازې هغه وخت حل کېدی شي، چې له واکمنو چارواکو سره همغږې او له زغمه ډکې خبرې وشي او ځینې غربي مرستندویان خپلې تشې خبرې بندې کړي او له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ودرول شي.
په کابل کې د ترکیې سفارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له تصویب هرکلی وکړ په کابل کې د ترکیې سفارت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړې همغږۍ کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د راپور په اړه د امنیت شورا د پرېکړه لیک له تصویب هرکلی کړی دی. دې سفارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې راپور کې راغلې سپارښتنې به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي. دغه بنسټ زیاته کړې، چې ترکیه به د وړاندیزونو د تطبیق په برخه کې له افغانانو سره خپلې مرستې روانې وساتي. د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د جمعې پر ورځ پر ۱۳ موافقو رایو تصویب شو؛ خو چین او روسیې له رایې ورکولو ډډه وکړه.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
سوداگري3 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه3 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
-
تازه خبرونه5 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
-
تازه خبرونه4 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
-
سوداگري2 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
