تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندوز ځانمرګی برید وغانده

امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندوز ولایت کې کابل بانک ته څېرمه د سې‌‌شنبې د ورځې ځانمرګی برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

امنیت شورا دا برید “ترهګریز” وباله او ټینګار یې وکړ، چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو او څرګندونو کې د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې د دې ډول بریدونو عاملین، تنظیم کوونکي، تمویل کوونکي او ملاتړ کوونکي مسوول دي او پر محاکمه کولو یې ټینګار کړی دی.

دوی له ټولو هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې له ټولو اړوند چارواکو سره په فعاله توګه د نړیوال قانون او د امنیت شورا له اړوند پرېکړو سره سم همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې داعش په کندوز کې د هغه ځانمرګي برید مسوویت پر غاړه اخیستی، چې د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې پېنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version