تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ
په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ويلي، چې د ۷۰ هېوادونو ۲۴۳ سپارښتنو له هر اړخیزو کتنو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.
نوموړي زیاته کړې؛ دغو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وړاندیز یې کړی، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بې پرې او خپلواکه څېړنه وشي.
نصیراحمد اندیشه وایي: د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو د بحران په اړه د اساسي حقایقو د هر اړخیز او بشپړ راپور د وړاندې کولو په هدف چمتو شوی دی. دا راپور د بشري حقونو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت د ټینګار ترڅنګ د بشري حقونو د بحران په اړه د خلکو عاجلو اړتیاوو او اندېښنو ته هم نغوته کوي.
اسلامي امارت تل بشري حقونه د هېواد داخلي مسله بولي او ټینګار کوي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر خوندي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: د ټولو افغانانو اسلامي او شرعي حقوق تضمین شوي او اسلامي امارت د خپلو اتباعو د حقوقو خوندي کولو ته ژمن دی.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله؛ خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو له موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه توګه کار اخلي.
