تازه خبرونه

د م.م امنیت شورا د اسلامي امارت د مشرانو د سفر په اړه ووېشل شوه

Published

on

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو د سفري بندیز معافیت له هغې وروسته پای ته ورساوه، چې د احتمالي تمدید په اړه هوکړې ته په رسیدو کې پاتې راغلل.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسلامي امارت د لوړ پوړیو غړیو لپاره د سفر د بندیز د معافیت په غزولو خبرې روانې دي؛ خو راپورونه وايي، چې د شورا غړي په دوه ډلو وېشل شوي دي.

دیپلوماتیکې سرچینې څرګندوي؛ چین او روسیې د سفرونو د تمدید درې میاشتای وړاندیز کړی، چې امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو یې مخالفت کړی دی.

له همدې کبله ویل کیږي، چې امنیت شورا د اسلامي امارت  د ۱۳ لوړپوړیو غړیو د سفر بندیز د معافیت غزولو په اړه هوکړې ته ندي رسیدلي.

د سفري بندیز د معافیت موده، چې د اسلامي امارت د ۱۳ لوړپوړیو غړیو ته ورکړ شوې وه، د جمعې پر ماښام پای ته ورسیده.

د دې دوه میاشتنۍ مودې په پای کې امریکا وړاندیز کړی، چې د اسلامي امارت اووه چارواکو ته دې یوازې قطر ته د سفر اجازه ورکړ شي؛ خو روسیې او چین د ۱۳ چارواکو د سفر معافیت د ۹۰ ورځو لپاره دغزولو وړاندیز کړی دی.

بريتانيا، فرانسې او ايرليند هم د روسيې او چين د وړانديز مخالف کړی او ټينګار کوي، چې دا استثنا د اسلامي امارت په ټولو ۱۳ چارواکو نشي عملي کېدای.

دوی ویلي، چې نویو واکمنانو د ښځو په اړه خپلې ژمنې ندي پوره کړي او ټولګډونه حکومت یې ندی جوړ کړی.

که د امنیت شورا پېنځلس غړي هوکړه ونکړي؛ د اسلامي امارت پر ټولو ۱۳ چارواکو به د سفر بندیزونه یو ځل بیا ولګول شي.

د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ویلي، چې که څه هم هېواد یې له اسلامي امارت سره په تماس کې دی؛ خو تر هغه به په کابل کې د خپل هېواد سفارت خلاص نکړي، چې  نوي واکمنان د امنیت شورا وړاندیزونه عملي کړي.

د افغانستان لپاره  د فرانسې سفیر دیوید مارتین وایي: مونږ د افغانستان نوي واکمنان په رسمیت ندي پېژندلي؛ خو فرانسه له نوي حکومت سره په تماس کې ده، د تمې د لوړولو لپاره مو ارتباطي لارې پرانیستې دي. مونږ له افغان ولس سره له مرستې پرته بله کومه علاقه نلرو، خو که نوی حکومت شرطونه اړوند پوره کړي.

اسلامي امارت، چې غواړي د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ولري، په وار وار یې ویلي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یې شرایط برابر کړي. اسلامي امارت غواړي، چې په چارواکو ټول لګول شوي بندیزونه لرې شي او د دوحې د تړون پر بنسټ افغان حکومت پر رسمیت وپېژني.

له بلې خوا  د چین د بهرنیو چارو وزارت ويلي، افغانستان د امریکا او ناتو د شل کلنې جګړې په پایله کې پر کنډواله بدل او په افغانستان کې د امریکا د دیموکراتیک بدلون پروګرام هم ناکام شوی دی.

بیجینګ له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ په  نامه د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې د امریکا د بې غورۍ مخه ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ بن وایي: افغانستان د امريکا د جنګ غوښتنې ښکاره او ژوندۍ بېلګه ده؛ پر افغانستان د امريکا دوه لسيزې يرغل دا هېواد ويجاړ کړ، ميليونونه افغانان اوس له مرګ سره مخ دي، شاوخوا پېنځه ميليون ماشومان ښوونځيو ته د تللو توان نلري او تر ډېره ۲۰ میلیون وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

د چین سفیر په دې وروستیو کې ویلي، چې هېواد یې د یوه ښه ګاونډي او همکار په توګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي او له اسلامي امارت سره به هم خپلې اړیکې پراخوي.

Trending

Exit mobile version