تازه خبرونه
د م.م امنیت شورا د اسلامي امارت د مشرانو د سفر په اړه ووېشل شوه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو د سفري بندیز معافیت له هغې وروسته پای ته ورساوه، چې د احتمالي تمدید په اړه هوکړې ته په رسیدو کې پاتې راغلل.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسلامي امارت د لوړ پوړیو غړیو لپاره د سفر د بندیز د معافیت په غزولو خبرې روانې دي؛ خو راپورونه وايي، چې د شورا غړي په دوه ډلو وېشل شوي دي.
دیپلوماتیکې سرچینې څرګندوي؛ چین او روسیې د سفرونو د تمدید درې میاشتای وړاندیز کړی، چې امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو یې مخالفت کړی دی.
له همدې کبله ویل کیږي، چې امنیت شورا د اسلامي امارت د ۱۳ لوړپوړیو غړیو د سفر بندیز د معافیت غزولو په اړه هوکړې ته ندي رسیدلي.
د سفري بندیز د معافیت موده، چې د اسلامي امارت د ۱۳ لوړپوړیو غړیو ته ورکړ شوې وه، د جمعې پر ماښام پای ته ورسیده.
د دې دوه میاشتنۍ مودې په پای کې امریکا وړاندیز کړی، چې د اسلامي امارت اووه چارواکو ته دې یوازې قطر ته د سفر اجازه ورکړ شي؛ خو روسیې او چین د ۱۳ چارواکو د سفر معافیت د ۹۰ ورځو لپاره دغزولو وړاندیز کړی دی.
بريتانيا، فرانسې او ايرليند هم د روسيې او چين د وړانديز مخالف کړی او ټينګار کوي، چې دا استثنا د اسلامي امارت په ټولو ۱۳ چارواکو نشي عملي کېدای.
دوی ویلي، چې نویو واکمنانو د ښځو په اړه خپلې ژمنې ندي پوره کړي او ټولګډونه حکومت یې ندی جوړ کړی.
که د امنیت شورا پېنځلس غړي هوکړه ونکړي؛ د اسلامي امارت پر ټولو ۱۳ چارواکو به د سفر بندیزونه یو ځل بیا ولګول شي.
د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ویلي، چې که څه هم هېواد یې له اسلامي امارت سره په تماس کې دی؛ خو تر هغه به په کابل کې د خپل هېواد سفارت خلاص نکړي، چې نوي واکمنان د امنیت شورا وړاندیزونه عملي کړي.
د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر دیوید مارتین وایي: مونږ د افغانستان نوي واکمنان په رسمیت ندي پېژندلي؛ خو فرانسه له نوي حکومت سره په تماس کې ده، د تمې د لوړولو لپاره مو ارتباطي لارې پرانیستې دي. مونږ له افغان ولس سره له مرستې پرته بله کومه علاقه نلرو، خو که نوی حکومت شرطونه اړوند پوره کړي.
اسلامي امارت، چې غواړي د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ولري، په وار وار یې ویلي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یې شرایط برابر کړي. اسلامي امارت غواړي، چې په چارواکو ټول لګول شوي بندیزونه لرې شي او د دوحې د تړون پر بنسټ افغان حکومت پر رسمیت وپېژني.
له بلې خوا د چین د بهرنیو چارو وزارت ويلي، افغانستان د امریکا او ناتو د شل کلنې جګړې په پایله کې پر کنډواله بدل او په افغانستان کې د امریکا د دیموکراتیک بدلون پروګرام هم ناکام شوی دی.
بیجینګ له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ په نامه د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې د امریکا د بې غورۍ مخه ونیسي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ بن وایي: افغانستان د امريکا د جنګ غوښتنې ښکاره او ژوندۍ بېلګه ده؛ پر افغانستان د امريکا دوه لسيزې يرغل دا هېواد ويجاړ کړ، ميليونونه افغانان اوس له مرګ سره مخ دي، شاوخوا پېنځه ميليون ماشومان ښوونځيو ته د تللو توان نلري او تر ډېره ۲۰ میلیون وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
د چین سفیر په دې وروستیو کې ویلي، چې هېواد یې د یوه ښه ګاونډي او همکار په توګه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي او له اسلامي امارت سره به هم خپلې اړیکې پراخوي.
تازه خبرونه
له چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
« ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو لهخوا د واخان ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره– سره له دې لارې له چین سره د افغانستان عملي نښلېدا اوس هم له جدي خنډونو او د بېجینګ له امنیتي اندېښنو سره مخ ده.
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
دا سړک د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځېدلی او ټاکل شوې، چې له چین او سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.
د« ډیپلوماټ» د راپور له مخې: د دې پروژې لګښت ۳۶۵ میلیون افغانۍ دی، چې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالرو سره برابرېږي؛ د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا ورکړ شوی دی.
دې خپرونې زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ د درېدا له کبله د واخان لار له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لار کېدی شي او د پاکستان پر سوداګریزو لارو د کابل تکیه راکمولی شي.
په راپور کې ټینګار شوی، چې چین تر اوسه خپله پوله له دې لارې د منظمې سوداګرۍ د تګ راتګ لپاره نهده پرانیستې.
همدارنګه بېجینګ د سړک د پرانیستې په مراسمو کې خپل استازی نهدی لېږلی او د دې پروژې بشپړېدل یې په ډیپلوماټیکه کچه هم تائید کړي. نهدي
د« ډیپلوماټ» د لیکنې له مخې؛ د چین امنیتي اندېښنې دې احتمال ته نغوته کوي، چې له دې لارې څخه به د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د سینکیانګ په سیمه کې د فعالیت لپاره کار واخلي. د دې لارې په اړه د بېجینګ احتیاط هم یو خنډ ګڼل کیږي.
« ډیپلوماټ» لیکلي: تر هغې، چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنې لرې نهکړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نهشي؛ د واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین یوه مهم سوداګریز دهلیز هم نهشي.
#آریانانیوز #افغانستان #چین #واخاندهلېز #سوداګري #بدخشان
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېلي او سویللویدیځو سیمو کې له کړکېچونو څخه زیانمنو شویو څه باندې ۳۴۷ زره کسانو ته د روغتیايي خدمتونو، خوړو، اوبو رسولو او حفظالصحې په برخو کې د مرستې لپاره ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، نږدې ۱.۲۷ میلیون نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول له دغو مرستو ګټه واخلي.
همدارنګه اټکل شوی، چې د ناروغیو د خپرېدا، د اقلیمي بدلونونو له کبله د پېښو او بېځایه کېدا په صورت کې به ۳۹ زره او ۱۷۵ نورو کسانو ته هم بېړنۍ مرستې ورسېږي.
اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال ځانګړې کړي، چې د دې ټولنې د څرګندونو له مخې په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. له پېنځه کلونو کمعمره ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ اوس هم بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه او دفاعي چارو کې خپله همکاري پراخه کړي.
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې له کابل سره به د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې همکاري پرلهپسې پراخه شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې موخې ترلاسه کول د ټولو اړوند هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې روسیې او افغانستان د مې پر اووهویشتمه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.
-
سوداگري4 days agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
سوداگري3 days agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
لوبی4 days agoد اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه
-
تازه خبرونه1 day agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
نړۍ5 days agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
نړۍ4 days agoد اژه بحیري له لارې تېرېدونکي ۱۲ کډوالو ژوند بایللی -یوناني ساحلي ساتونکي
-
نړۍ4 days agoپه اروپا کې تاوتریخجن لاریونونه وغځېدل؛ د البانیا لومړي وزیر د «بهرنۍ لاسوهنې» تور پورې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoایران او روسیه د کابل او اسلامآباد د کړکېچ په کمولو کې ګډ نظر لري – عباس عراقچي
