کوید۱۹

د م.م په عمومي ناسته کې د برازیلي روغتیا وزیر کرونا کتنه مثبته اعلام شوه

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د برازیل د روغتیا وزیر مارسلو کوئیروګا کرونا کتنه مثبته اعلام شوه.

رویټرز راپور ورکړی، چې نوموړی په نیویارک کې قرنطین شوی دی.

دغه راز څرګنده شوې، چې: کوئیروګا د کرونا ویروس دوه پړاوه واکسین هم تر لاسه کړي  او دا دوه یم برازیلي دی، چې په نیویارک کې یې د کرونا ویروس کتنه مثبته اعلام شوې ده.

د راپور له مخې؛ کوئیروګا ویلي، چې هغه د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې هر وخت ماسک اغوستی و؛ خو دا وېره هم شته، چې د یادې ورځې د غونډې ګډونوال به هم له نوموړي پر کرونا ویروس اخته شوې وي.

د برازیل حکومت اعلام کړی، چې د کوئیروګا روغتیایي حالت ښه دی او د قرنطین پړاو به په نیویارک کې پای ته رسوي.

نوموړي د کرونا واکسین لومړی خوراک په جنورۍ میاشت کې تر لاسه کړی و.

ویل کیږي ، چې نیویارک ته تلي د ټولو برازیلیانو کتنه مفي اعلام شوې ده.

Trending

Exit mobile version