نړۍ
د ناروې په یوه نایټ کلب کې ۱۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخې نن (شنبه) د ناروې د پلازمېنې اوسلو په یوه نایټ کلب او شاوخوا سړکونو کې د ډزو له کبله دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د ناروې پولیسو ويلي، له پېښې څو دقیقې وروسته یې د پېښې پر تور یو نارویژی-ایراني الاصله شکمن کس نیولی دی.
په مرکزي اوسلو کې د همجنسبازانو لندن پب نومی کلب یو له خورا نومیالیو شپنیو کلبونو څخه دی.
د ناروې د دولتي ټلویزیون خبریال اولاو روینبرګ ویلي: ما یو سړی ولید، چې له بکس سره راننوت، ټوپک یې پورته کړ او ډزې یې پیل کړې.
د برید انګیزه اوس هم څرګنده نده.
ټاکل شوې، چې اوسلو د شنبې پر ورځ د همجنسبازانو د ویاړ ځانګړي مراسم تر سره کړي.
نړۍ
روسیه او شمالي کوریا به دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخه کړي – پوتین

پیونګ یانګ دولتي رسنۍ د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته ویلي، چې دواړه هېوادونه به هر اړخیزې او رغنده دوه اړخیزې اړیکې پراخه کړي.
د شمالي کوریا KCNA خبري آژانس څرګنده کړې؛ پوتین د شمالي کوریا د آزادۍ د ورځې په مناسبت کیم ته په یوه لیک کې په ډاګه کړې؛ نږدې اړیکې به د دواړو هېوادونو په ګټه وي او د کوریا تاپووزمې او د شمال ختیځې آسیا د سیمې د امنیت او ثبات په ټینګولو کې به هم مرسته وکړي.
رویترز د راپور له مخې؛ کیم هم پوتین ته یو لیک لیږلی، چې د روسیې او شمالي کوریا ملګرتیا په دوه یم نړیوال جنګ کې د جاپان له بریا سره رامنځته شوې، چې د کوریا تاپو وزمه یې نیولې وه.
کیم په لیک کې ویلي، د دواړو هېوادونو تر منځ ستراتیژیکه او تاکتیکي همکاري، ملاتړ او پیوستون له هغه وخت راپدیخوا یوې نوې کچې ته رسیدلی، چې د دوی ګډې هڅې د دښمن پوځي ځواکونو له خوا د ګواښونو او پارونو د مخنیوي لپاره دي. KCNA د دښمن ځواکونه په ګوته نه کړل، مګر دا په عموم ډول د متحده ایالاتو او د هغه متحدینو ته د راجع کولو لپاره دا اصطلاح کارولې.
کیم وړاندویېنه وکړه، چې د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ همکاري به د هغه تړون پر بنسټ وده وکړي، چې په ۲۰۱۹ کې له پوتین سره د لیدنې پرمهال لاسلیک شوی دی.
نړۍ
د شیطاني آیاتونو کتاب لیکوال سلمان رشدي په نیویارک کې ټپي شو

د شیطاني آیاتونو د کتاب هندي الاصله بریتانوي لیکوال سلمان رشدي، د جمعې پر ورځ په نیویارک کې د وینا پر مهال پر چړې ووهل شو.
پولیسو ویلي، چې برید ګر دریځ ته ورپورته شو او ۷۵ کلن سلمان رشدي یې پر غاړه او خېټه ټپي کړ.
رشدي په الوتکه کې روغتون ته ولېږدول شو او څو ګړۍ یې پر عملیاتو او جراحۍ تېرې شوې. نوموړي ته د جمعې تر ماښامه مصنوعي تنفس ورکړ شو او د خبرو کولو توان یې نه درلود.
د هغه د کتاب استازي اندریو رویترز ته په یوه برښنالیک کې څرګنده کړې: ښه خبر نشته؛ شونې ده، چې سلمان یوه سترګه له لاسه ورکړي، د هغه د لاس اعصاب پرې شوي او ځیګر یې پر چړو وهل شوی او زیانمن دی.
پولیسو شکمن بریدګر د نیو جرسي ۲۴ کلن هادي ماتر نومی یاد کړی دی.
د برید عیني شاهد ستیسي شلوسر اسوشیتید پرس ته ویلي، چې سلمان رشدي د برید ګر تر نیولو شپږ یا اته ځله پر چړې ووهل شو.
نوموړی وایي: هیڅوک نه پوهیدل، چې څه وکړي. هیڅوک نه پوهیدل، چې څنګه غبرګون وښيي. زما مطلب هغه خلک دي، چې دریځ ته ورپورته شوي وه.
د سلمان رشدي پر کتاب شیطاني آیاتونو په ډېرو هېوادونو کې بندیز لګول شوی؛ ځکه، چې مسلمانان یې کفري څرګندونې بولي.
د دغه ناندریز ناول له لیکلو ۳۴ کاله تېرېږي؛ خو له هغې راپدیخوا تل د اسلامپالو لخوا د وژلو له ګواښ سره مخ و.
نړۍ
سعودي عربستان او امریکا ګډو روزنیزو پوځي هڅو ته چمتووالی نیسي

د سعودي خبري آژانس یا SPA څرګنده کړې، چې د سعودي او امریکا سمندري قول اردو د سې شنبې پر ورځ له روزنیزو دوه اړخیزو هڅو مخکې ینبع ته ورسیدل.
دوی دغه پوځي روزنه دوه ویشت هېوادنۍ غصه نومولې ده.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه څو ورځنۍ پوځي روزنه به روانه اوونۍ په ینبع او الخرج کې ترسره شي.
سرچینې دا هم په ډاګه کړې؛ له دغو پوځي روزنیزو هڅو موخه د دوه اړخیزو پلانونو په ترسره کولو کې د سعودي ځواکونو او امریکایي یارانو ترمنځ ملګرتیا ته وده ورکول دي.
-
تازه خبرونه4 days ago
په جوزجان کې د ناڅاپي اورلګېدنې پر وخت د عجیبو مخلوقاتو لیدل
-
تازه خبرونه5 days ago
زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم
-
تازه خبرونه4 days ago
د پیسو د چاپ پر تخنیکي هوکړې کار روان دی- د افغانستان بانک
-
تازه خبرونه5 days ago
د نړۍ ۷۰ اقتصاد پوهانو له جوبایډنه د افغانستان د شتمنیو د آزادېدو غوښتنه کړې
-
تازه خبرونه20 hours ago
په پروان ولایت کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او بې درکه کړل
-
کوید۱۹5 days ago
شمالي کوریا له کرونا سره په مبارزه کې خپله بریا څرګنده کړه
-
نړۍ3 days ago
د شیطاني آیاتونو کتاب لیکوال سلمان رشدي په نیویارک کې ټپي شو
-
تازه خبرونه3 days ago
امریکا له افغانانو سره ۱۵۰ میلیون دالر مرسته کوي