Connect with us

تازه خبرونه

د نجونو د زدکړو پیلولو لپاره لږ نور وخت ته هم اړتیا ده ـ مولوي متقي

خپور شوی

د

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دوشنبې پر ورځ له نړۍ څخه د ښو اړیکو غوښتنه وکړه؛ خو د نجونو د ثانوي او لوړو زدکړو د بیا پیلېدو په اړه یې له لندمهالې ژمنې ډډه وکړه.

نږدې دوه میاشتې مخکې کله، چې د لویدیځ تر ملاتړ لاندې پخوانی حکومت ړنګ شو او د افغانستان اسلامي امارت کابل ونیوه؛ نو نوې ادارې له نورو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ته زور ورکړ، چې په هېواد کې د رامنځته کېدونکي اقتصادي ناورین مخه ونیول شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز لخوا په جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړې: نړیواله ټولنه باید له مونږ سره همکاري پیل کړي. له دې سره به وکولی شو د ناامنيو مخه ونیسو او له نړۍ سره مثبته ښکېلتیا ولرو.

د افغانستان اسلامي امارت تر دې دمه نجونو ثانوي ښوونځيواو لوړو پوهنتوني زدکړو ته د ورتګ په اړه پرېکړه نده کړې، چې د نړیوالې ټولنې یوه له اړینو غوښتنو څخه ده. تېره میاشت پرېکړه وشوه، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي به یوازې د هلکانو لپاره خلاص وي.

مولوي متقي ویلي، چې اسلامي امارت په دې اړه له پاملرنې کار اخلي؛ خو یوازې څو اوونۍ کیږي، چې واک ته رسېدلي  او دمګړۍ ترې د اصلاحاتو د بشپړېدو تمه؛ ځکه ستونزمنه ده، چې نړیواله ټولنه په تېرو ۲۰ کلونو کې بریالۍ شوې نده، چې اړوند اصلاحات پلي کړي.

هغه زیاته کړې: په داسې حال کې، چې هغوی ډېرې مالي سرچینې، ځواکمن نړیوال ملاتړ او پراخې هماکرۍ لرلې؛ خو اوس له مونږ څخه له همکارۍ پرته په دوه میاشتو کې د ټولو اصلاحاتو غوښتنه کیږي.

متقي په ځلونو له امریکا غوښتي، چې د افغانستان بانک کنګل شوې له ۹ میلیارډ ډېرې پیسې آزادې کړي؛ خو وایي، چې که د پیسو زیرمه یې کنګل پاتې شي؛ نو د پیسو لپاره به حکومت ته یوازې کورنۍ  مالیه، ګمرکي تعرفې او کرنیزې سرچینې پاتې وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ځواکونه پر هېواد بشپړ کنټرول لري او دا ځواک لري، چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې(داعش) وسلوال ګواښ کنټرول کړي.

هغه ویلي: د داعش مسله تر دې دمه د اسلامي امارت لخوا خورا ښه کنټرول شوې؛ خو پر اسلامي حکومت نړیوال فشار داعش زړورکړی دی؛ ځکه، نو نړۍ باید د فشار پرځای له مونږ سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د میرمنو او نجونو د حقونو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړي او که میرمنې له کار او زدکړو منع شي؛ نو اقتصاد اصلاح کېدلی نشي.

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوه‌یمه جوپه پیرو ته وسپارله

دغه چورلکې په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته ازبکستان ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد یوه برخه وه.

Published

on

متحده ایالاتو د UH-60A+ بلیک هاک چورلکو دوه‌یمه جوپه پیرو ته وسپارله، چې د پخواني افغان حکومت د ځواکونو له‌خوا کارېدلې.

دغه چورلکې په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته ازبکستان ته د پوځي تجهیزاتو د لېږد یوه برخه وه.

په هغه وخت کې ۲۲ ثابتې الوتکې او ۲۴ چورلکې له افغانستان څخه ازبکستان ته د وخت افغان ځواکونو لېږدولې وې.

اسلامي امارت له ازبکستان څخه پرله‌پسې د دې تجهیزاتو د بېرته ورکولو غوښتنه کړې؛ خو تاشکند دا غوښتنه نده منلې.

د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې ازبکستان د اووه افغان بلیک هاک چورلکو لومړۍ جوپه امریکا ته سپارلې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه ناسته

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۴

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!