تازه خبرونه
د ننګرهار له زندانه د خونړي برید پر مهال سلګونه داعش او طالب بندیان وتښتیدل
د ننګرهار ولایت پر مرکزي زندان د یکشنبې په ماښامني برید کې ۸۰۰ طالب او داعش جنګیالي له بنده وتښتیدل.
د ولسي جرګې د غړي عبدالکریم کریمي د څرګندونو له مخې په دې برید کې د داعشیانو او طالبانو ۸۰۰ بندیان ورک دي.
د ولسي جرګې غړی عبدالکریم کریمي ویلي: د برید پرمهال په زندان کې ۱۷۰۰ بندیان ول، چې ټولو د تېښتې هڅه کړې؛ ۵۰۰ بندیان په زندان کې پاتې دي او نورو د طالب، داعش او مجرمینو په ګډون ۸۰۰ بندیانو تېښته کړې ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې بندیانو کې سیاسي او جرمي بندیان او د طالبانو او داعش غړي هم ول. اوس داعش ادعا کوي، چې برید د دې ډلې د غړو لخوا ترسره شوی و او د بندیانو د تېښتې پخلی یې هم کړی دی.
د ننګرهار والي ویاند منلې، چې سلګونه بندیان تښتیدلي دي.
هغه ټینګار کړی، چې د چارواکو غفلت به بې ځوابه پاتې نشي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاته کړې، د طالبانو، داعش او مجرمینو په ګډون په سلګونه بندیان ورک شوي دي.
سیمه ییزو چارواکو پر تېښته د بریالي شویو بندیانو د هویت او پېژندنې په اړه څه ونه ویل؛ خو د دوی له لټون او نیولو د عملیاتو په اړه یې معلومات ورکړل.
د ننګرهار ولایتي شورا غړیو ویلي، چې په ډېر شمېر طالب جنګیالي هم له بنده تښتیدلي؛ خو د برید کوونکیو لخوا له وژل شويو پېنځه بندیانو څخه درې د طالبانو قومندانان ول.
داعش په یوه شپني خپور شوي لیک کې له خلکو غوښتي، چې د بندیانو د څارنې لپاره دې پولیسو ته د دوی په پلورنځیو او کورونو کې د کمرو عکسونه نه ورکوي.
د ۱۱ وسلوالو بریدګرو، طالبان، یو شمېر ملکي وګړیو او پوځیانو په ګډون په دې خونړي برید کې ۴۱ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
