تازه خبرونه
د نورستان په پارون کې د مرګونو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ورک دي
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو له دوام سره ښایي بدلون ومومي.
د نورستان ولایت په مرکز پارون کې راوتلو سختو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي دي. د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه شوي، شاوخوا ۸۰ نور ټپیان دي او له ۱۰۰ ډېر کسان اوس هم ورک ګڼل کېږي.
د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو له دوام سره ښایي بدلون ومومي.
چارواکو مخکې ویلي ول، چې سېلابونه د دوشنبې ورځې ماسپښین شاوخوا درې بجې پارون ښار وځاپه او د ښاروالۍ ودانۍ، څو هوټلونه، د مخابراتو دفترونه، پارکونه، پلونه او لسګونه استوګنیز کورونه یې زیانمن کړي دي.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې سېلابونو د ولایت په مرکز کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او اټکل کېږي، چې مالي زیانونه یې شاوخوا ۳۵ میلیون امریکایي ډالرو ته ورسېږي.
اسلامي امارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او زیانمنو شویو ته یې د مرستو ډاډ ورکړی. په داسې حال کې، چې د ژغورنې ډلې اوس هم په سیمه کې د مرستو او لټون عملیات پر مخ وړي.