تازه خبرونه

د نوي کال رسمي رخصتي نشته؛ خو د خلکو د نمانځلو مخه نه نیسو – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۰۱ لمریز کال د نوروز اونوي کال په مناسبت څرګنده کړې، چې په دې اونۍ کې به د نوي کال د نمانځلو رسمي رخصتي نه وي؛ خو د خلکو د نمانځلو مخه هم نه نیسو.

نوروز د یوه لرغوني جشن په توګه د سیمې د ډېرو هېوادونو قومونو ته په میراث پاتې شوی؛ نوروز په افغانستان او ایران کې د نوي کال پیل دی او په ځینو نورو هېوادونو لکه تاجکستان، روسیه، قرغزستان، قزاقستان، سوریه، عراق، ګرجستان، آذربایجان، البانیا، چین، ترکیه، ترکمنستان، هند، پاکستان او ازبکستان کې رسمي رخصتي ده او خلک یې نمانځي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند محمد یونس صدیقي رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ به نوروز رسمي رخصتي نه وي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه ویاند ویلي، چې دا رخصتي له اسلامي شریعت سره اړخ نه لګوي؛ خو د شخصي او ځانګړیو جشنونو اجازه به خلکو ته وي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مشر عبدالاحد عماد ویلي، مونږ نوروز په رسمي ډول نه نمانځو. که خلک غواړي یو څه وکړي، مونږ به یې مخه ونیسو.

د اسلامي امارت حکومت اعلان کړی، چې د وري پر لومړۍ ورځ باید ټول دولتي کارکوونکي، شاګردان او محصلین په دفترونو او درسي خونو کې حاضر وي.

Trending

Exit mobile version