تازه خبرونه
د نړیوالې جنایي محکمې حکمونه د اسلامي امارت مذهبي دریځ اغېزمنولی نشي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت د مشر او قاضي القضات د نیولو په اړه د هاګ نړیوالې جنایي محکمې د راپور د خپرېدو په غبرګون کې ويلي، چې دا ډول حکمونه د اسلامي امارت پر” اراده او مذهبي دریځ” اغېزه نشي کولی.
د اسلامي امارت ویاند په یوه غږیزه څرګندونه کې ویلي: “مونږ د نړیوالې جنایي محکمې پر نوم اداره نه پېژنو او نه هم مونږ د هغې د حکمونو منلو ته اړ یوو.”
مجاهد زیاته کړې، چې په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنه د اسرائیلو لخوا او د دې رژیم د ملاتړ کوونکو هېوادونو پر ملاتړ ترسره کیږي او هره ورځ سلګونه ماشومان او ښځې پرته له کوم دلیل څخه وژل کیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د بشري حقونو شعار یوه “شرموونکې” موضوع ده.
په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې نن (سېشنبه) له “بشري حقونو د سرغړونې” پر تور د اسلامي امارت د رهبر هبةالله آخوندزاده او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړی دی.