نړۍ

د هالیند حکومت د مهاجرتي پالیسۍ پر سر له ناندرو وروسته ړنګ شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۴۰۲)

د هالیند حکومت د جمعې پر ورځ د مهاجرت محدودولو پر سر په هوکړه کې له پاتې راتلو وروسته ړنګ شو او د نوي حکومت د جوړولو لپاره به په مني کې ټاکنې ترسره شي.

دا کړکیچ د لومړي وزیر مارک روت د محافظه کار ګوند له فشار سره پیل شو، چې هالیند ته د پناه غوښتونکیو بهیر محدود کړي او د هغه په ​​​​څلور ګوندي ائتلاف کې دوه ګوندونو ترې له ملاتړه ډډه وکړه.

مارک روت په یو تلویزیوني خبري کنفرانس کې وویل: دا پټه خبره نه‌ده، چې د ائتلاف ملګري د مهاجرت د پالیسۍ په اړه بېلابېل نظرونه لري. نن له بده مرغه مونږ دې نتیجې ته رسیدلي یوو، چې دا اختلافات د حل وړ نه‌دي. له همدې کبله زه د ټولې کابینې استعفا پاچا ته وړاندې کوم.

روانو ناندرو هغه وخت زور واخیست، چې روت له جنګه د تښتېدلیو ماشومانو د منلو د وړاندیز محدودولو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه، چې دمګړۍ په هالنډ کې دي. د دغه وړاندیز له مخې، کورنۍ باید لږ تر لږه دوه کاله په تمه شي، چې له خپلو ماشومانو سره یوځای شي.

د روت ائتلاف به د سرپرست حکومت په توګه تر هغه وخته کار کوي، چې له ټاکنو وروسته نوی حکومت جوړ شي؛ دا بهیر په هالیند کې میاشتو ته اوږدیږي.

د ای ان پي خبري اژانس د ټاکنو ملي کمیتې د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د نومبر له نیمایي مخکې د انتخاباتو ترسره کیدل ناشوني دي.

یو لنډمهالی حکومت نشي کولی د نویو پالیسیو په اړه پرېکړه وکړي؛ خو روت ویلي، چې دا به د اوکراین لپاره د هغه هېواد پر ملاتړ اغېزه ونکړي.

هالیند په اروپا کې د کډوالۍ ترټولو سخته پالیسي لري؛ خو د ښي اړخو ګوندونو تر فشار لاندې روت په میاشتو میاشتو هڅه کړې، چې د کډوالو د راتګ د کمولو لارې چارې ومومي.

په هالیند کې تېر کال د پناه غوښتونکیو شمېر له ۴۶ زره ډېر و او حکومت وړاندویېنه کړې، چې سږ کال به دا شمېر له ۷۰ زرو ډېر شي.

د روت ائتلاف، چې د ۲۰۲۲ ز.کال په جنورۍ کې واک ته ورسېد، د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې د لومړي وزیر په توګه دا د هغه څلورم پرله‌پسې حکومت و.

Trending

Exit mobile version