سوداگري
د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک د تړل کېدو راپورونه رښتیا نهدي – مالیې وزارت
Last Updated on: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۲
د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي لسمه ) د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک د فعالیت د درولو راپورونه رد کړل.
د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک چارواکو ويلي؛ ځینو رسنیو داسې ناسم راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې دې ګمرک خپل کار بند کړی.
دوی وایي؛ دا څرګندونې رښتیا نهدي.
د اسلامکلا ګمرک چارواکو څرګنده کړې: مونږ په دې اړه خپاره شوي ناسم راپورونه ردوو او یادونه کوو، چې د هرات اسلامکلا ګمرک په عادي ډول کار کوي او خپل اړین خدمات وړاندې کوي.