تازه خبرونه

د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو حق غواړو

Published

on

د ایران د انرژۍ وزیر علی اکبر محرابیان په افغانستان کې وروستیو اورښتونو ته په نغوته (اشاره ) کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د هلمند په سیند کې د ایران د اوبو حق جوت دی او په جدي توګه د دې حق غوښتونکي دي.

علي اکبر محرابیان په افغانستان کې وروستیو اورښتونو ته په تازه نغوته کې ټینګار کړی؛ که افغانستان د ایران اوبه ورنه‌کړي، ایران به قانوني وسیلو او نړیوالو قوانینو ته مراجعه وکړي. ده ویلي چې د هلمند په اوبو کې د ایران حق جوت دی او په جدي توګه د خپل حق غوښتنه کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دې حق پلي کېدا اختیاري نه، بلکې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د نړیوال تړون پر بنسټ یوه الزامي خبره ده.

علي اکبر محرابیان وایي: د هلمند په اوبو کې حق د ایران حق دی او د اوبو خوشې کول ضروري دي. د اوبو دا حق اختیاري نه، بلکې د ۱۳۵۱ ل.ل کال د نړیوال تړون پر بنسټ یو الزام دی. د دې مسلې تعقیب د ایران مسلم حق دی او مونږ به دا موضوع هېره نه کړو. له وروستیو اورښتونو سره زمونږ د اوبو حق باید راکړ شي او که دا کار ونه‌کړي؛ مونږ به له نړیوالو قوانینو سره سم دا موضوع جدي تعقیب کړو.

د محرابیان د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت) چارواکو تل د هلمند له سیند څخه د ایران د حق د نه ورکولو لامل د بارانونو کمښت او وچکالي ګڼلې ده. هغه هیله څرګنده کړې، چې له بارانونو سره به د هلمند له سیند څخه د ایران اوبه ورکړ شي.

اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند ويلي، د ایران د اوبو د حق د ورکړې پابند دي؛ خو د وچکالۍ له کبله پوره اوبه نه‌شته، چې ایران ته یې ورکړي.

د روان هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې یو ایراني تخنیکي پلاوي د روزګان په دهراود سیمه کې د اوبو د اندازه کولو له سټیشن څخه لیدنه وکړه او ویې ومنله، چې هلته د اوبو کچه د نورمال اوبیز‌کال پر پرتله ډېره کمه وه.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ ل. ل کال کې د هلمند سیند د اوبو په اړه یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې په نورمال اوبیز‌کال کې ایران له افغانستان څخه ۸۵۰ میلیون متر مکعب اوبه ترلاسه کولی شي.

Trending

Exit mobile version