تازه خبرونه
د هلمند په لښکرګاه کې ماین چاودنې ۱۱کسان وژلي
د هلمند ولایتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت د مرکز لښکرګاه د بشران په اړوند سیمه کي د سرک غاړي ماین چاودني ۱۱ کسان وژلي دي
په سیمه کي امنیتي مسوولینو څرګنده کړې، چې یو سراچه موټر د نادعلي ولسوالۍ له ناقل آباد سیمي څخه لښکرګاه ته پر لاره و، چي د ماین چاودنه پرې شوې او په کي د ښځو او ماشومانو په ګډون سپاره ټول ۱۱ کسان وژل شوي دي.
امنیتي ځواکونه وایي، ماین تازه د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و، چي پر عامو خلکو یې چاودنه کړې ده.
له تېرو درې ورځ را پدېخوا په بشران سیمه کي د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختي جګړې رواني دي.
بلی خوا بیا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي په دي پيښه کی ۹ تنه وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان دي، چي ټول د یوې کورنۍ غړي او د جګړې له کبله لښکرګاه ښار ته بېځایه کېدل.