Connect with us

تازه خبرونه

د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې په ګټه ندی – اسلامي امارت

د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.

خپور شوی

د

 د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدا په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ د سیمې پر ګټه ندی.

د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.

د چارشنبې پر ورځ هند په کشمیر کې د تېرې میاشتې د ترهګریز برید په ځواب کې د پاکستان پر خاوره هدفي پوځي عملیات ترسره کړل، چې نوی ډیلي یې پاکستان ته منسوبوي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هند هوايي بریدونه وغندل او خبرداری یې ورکړ، چې هېواد به یې دې ” چنګي عمل” ته پرېکنده ځواب ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی: “پاکستان د هند حق لري، چې دې تحمیلي جنګي عمل ته بشپړ ځواکمن ځواب ورکړي او دا ځواب د پلي کېدو په حال کې دی.”

له دې بریدونو وروسته د پاکستان د ملي امنیت کمیټې نن سهار یوه بېړنۍ غونډه وکړه او اسلام‌آباد همهاله د هند شارژډافیر احضار کړ او هغه ته یې د احتجاج رسمي یادښت وسپاره.

د چارشنبې پر ورځ د تاوتریخوالي د کمولو نښې هم ولیدل شوې.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام‌آباد، لاهور او کراچۍ څو ساعته تړل شويو هوايي ډګرونه  بیا فعالیت پیل کړی دی.

په هند کې لومړي وزیر نریندرا مودي د امنیت په اړه د کابینې له کمیټې سره یوه ځانګړې غونډه وکړه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مودي کروشیا، هالینډ او ناروې ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی.

د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې هم راپارېدلي، چې په دې د جنوبي آسیا لپاره یو لوړ پوړی شنونکی مایکل کوګلمن ویلي، چې د هند لخوا په پاکستان وروستي بریدونه په وروستیو کلونو کې د هېواد ترټولو سخت او پراخ ول او تمه ده، چې د پاکستان ځواب به “پرېکنده او ګټور” وي.

هغه زیاته کړې: “دا دواړه حکومتونه ځواکمن پوځونه لري او سره له دې، چې اټومي وسلې لري؛ دوی د یو بل پروړاندې د دودیز پوځي ځواک له کارولو څخه ډډه نه‌کوي. د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر رښتینی دی او چټک  زیاتېدلی شي.”

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د سې‌شنبې پر شپه اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش له دواړو هېوادونو د بشپړ زغم غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې زغم نشي کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند کورنیو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د ملکي دفاع تمرینونو د ترسره کولو غوښتنه کړې، چې هندیان او امنیتي ځواکونه د “دښمن له احتمالي بریدونو” سره د مقابلې لپاره چمتو شي. دا ډول تمرینونه په هند کې په عادي وختونو کې ډېر کم ترسره کېږي.

تازه خبرونه

د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراج‌الدین حقاني

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بې‌پالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.

ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

Published

on

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درې‌ورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې هبة‌الله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بې‌وزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.

د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!