تازه خبرونه
د واخان ۱۲۱ کیلومټره سړک د چین تر پولې بشپړ شو
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
نن یکشنبه(د تلې دولسمه) د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل سرحدي سیمې څخه د چین تر پولې پورې د ۱۲۱ کیلومټره سړک کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور د دغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي، سړک ۶۶ پلچکونه او څلور لوی پلونه لري او د لارې په بېلابېلو برخو کې یې ټولټال ۳۱۰۰ مټره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دغه سړک د جوړولو او جغلاچولو چارې د ۳۶۵ میلیون افغانیو پر لګښت د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې بشپړې شوې دي.
عبداللطیف منصور د واخان لارې د پرانستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ويلي، دا سړک د افغانستان لپاره سټراټیژیک سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې: سره له دې، چې پاکستان د واخان سړک د جوړولو مخالف و؛ خو د دې پروژې د بشپړولو هوډ یې درلود.
منصور زیاته کړې؛ د پاکستان د هوايي بریدونو غچ به په داسې ډول واخیستل شي، چې د وینې تویېدو او سپکاوي لامل نهشي.
دغه راز د بدخشان والي رحمتالله نجیب ویلي، په دې ولایت کې امنیت ټینګ دی او د بدخشان په هیڅ سیمه کې امنیتي ستونزه نشته.
رحمتالله نجیب ویلي؛ د اسلامي امارت پر ضد به هر ډول حرکت شنډ شي او عاملان به یې یا نیول کیږي او یا به ووژل شي.
د واخان یو شمېر اوسېدونکي هم د دغه سړک له جوړېدو خوښ دي او وايي، د دې سړک له جوړېدو سره به یې ګڼې ستونزې حل شي.
د واخان سړک ۱۲۱ کیلومټره اوږدوالی لري او د جغل اچونې چارې یې په درې کلونو کې بشپړې شوې دي.
ویل کیږي، چې دغه سړک د بدخشان له لارې افغانستان له چین سره نښلوي او د چین او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه لار هم ده.