تازه خبرونه
د واورې او توپان له کبله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لويې لارې وتړل شوې
د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوهیمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵ مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.
د افغانستان ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمېر لویې لارې او سړکونه د واورې او توپان له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوي له موټر چلوونکو یې غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پر دغو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې دوهیمه) ویلي، چې په شمالي سالنګ کې د واروې ضخامت څه نا څه ۵ مټرو او په سویلي سالنګ کې نږدې ۳ مټرو پورې رسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بامیان کې د واورې اورښت اوس هم روان دی او د بامیان-یکاولنګ، بامیان- پروان شبیر کوتل، ورس ولسوالۍ ته تللې لار، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او یوشمېر نورو ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړل شوې دي.
دغه راز د دایکنډي ولایت د خدیر کوتل، قوناق کوتل، کومي کوتل، د لوران استرلي کوتل او ځینې لارې د لنډمهال لپاره تړلې دي.
دې وزارت د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري ولسوالیو د لارو له بندېدا هم خبر ورکړی دی.
دغه راز د یو شمېر راپورونو له مخې کابل څخه خوست، پکتیا او له همدې سیمو څخه کابل نورو ټولو نږدې سیمو خلګ باید لنډمهاله له سفرونو ډډه وکړي.
د ټولګټوچارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د شمالي، سویلي او مرکزي ولایتونو، ولسوالیو او لویو سړکونو د خلاصولو لپاره کاري ډلې په اړوند سیمو کې پر کار بوخت دي او د لارې د خلاصون لپاره یې یو شمېر شرکتونو ته قراردادونه هم ورکړي دي.
یاد وزارت له خلکو غوښتي، چې پرته له چمتووالي له سفر کولو ډډه وکړي.