نړۍ
اوس د ایران لپاره د نوې رهبرۍ د لټولو وخت دی – ټرمپ
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په ایران کې د پراخو اعتراضونو څپه له سختې ځپنې سره مخ کړې او راکمه شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پولیټیکو مجلې سره د مرکې پر مهال په ایران کې د آیتالله علي خامنهیي د ۳۷ کلنې رهبرۍ د پای ته رسېدا غوښتنه راپورته کړې او څرګندوي: « اوس هغه وخت رارسېدلی، چې د ایران لپاره نوې رهبري ولټول شي.»
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په ایران کې د پراخو اعتراضونو څپه له سختې ځپنې سره مخ کړې او راکمه شوې ده.
د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دغو اعتراضونو پر مهال زرګونه کسان وژل شوي، چې د امریکا ولسمشر یې پرلهپسې د پوځي مداخلې ګواښونو ته اړ کړی و.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې په ایران کې د پراخو اعدامونو درېدا او له ۸۰۰ څخه د زیاتو کسانو د اعدام لغوه کېدا د هغه د دریځ د بدلون پر پرېکړه اغېز لرلی دی.
ټرمپ زیاته کړې: « تر ټولو ښه پرېکړه، چې وشوه؛ د دغو اعدامونو درول ول.»
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې آیتالله خامنهیي په ایکس پاڼه کې د ټرمپ پر ضد توند پیغامونه خپاره کړل او هغه یې د ایران د تاوتریخوالي او ګډوډیو مسوول وباله.
د ایران رهبر په یوه پیغام کې لیکلي: « د امریکا ولسمشر د ایران ملت ته د اوښتو مالي او ځاني زیانونو مسوول دی.»
ټرمپ د ایران حکومت پر «بېسارې ځپنې او تاوتریخوالي» ولاړ وباله او وایي: «رهبري یعنې درناوی، نه وېره او مرګ. هغه هېواد، چې د زرګونو کسانو پر وژلو اداره کېږي؛ روښانه راتلونکی لرلی نشي.»
د امریکا ولسمشر همدارنګه د ایران رهبري «ناکامه» وبلله او زیاتوي، چې ایران د «کمزورې ادارې» له کبله د نړۍ د ژوندانه لپاره پر بدو سیمو اوښتی دی.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د لفظي تاوتریخوالي زیاتېدا د سیمې لپاره یو حساس پړاو رامنځته کړی دی. په داسې حال کې، چې ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته رسمي غبرګون ندی ښودلی.
نړۍ
د جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې؛ متحده عربي امارات له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدا او د جګړې د پایلو له کبله خپلې جدي اقتصادي اندېښنې د امریکا چارواکو ته وړاندې کړې دي.
د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې وايي؛ که ډالر ته لاسرسی محدود شي، امارات ښايي بدیلو اسعارو ته مخه کړي. لکه د چین یوان؛ دا کار کولی شي د دغه هېواد د تېلو په راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د تېلو په صادراتو کې ګډوډي، د هرمز تنګي له لارې د نفتلېږدوونکو کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه او د پانګې د وتلو د خطر زیاتوالي د اماراتو پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي. سره له دې هم د دغه هېواد بهرنۍ زیرمو لوړه کچه تر یوه بریده د کړکېچ شدت راکمولی شي.
امریکايي چارواکو ویلي، چې د اماراتو لپاره د اسعارو د تبادلې د کرښې جوړېدل ډېر احتمال نهلري؛ خو واشنګټن د سیمې د مالي ثبات د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې ارزوي.
نړۍ
۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالیلینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل
د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو لهخوا «سومالیلینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.
د ۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو اعلان کړی، چې په “سومالیلینډ” کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل د سومالیا له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.
د قطر، کویت، سعودي عربستان، مصر، سومالیا، سوډان، لیبیا، بنګله دیش، الجزایر، فلسطین، ترکیې، اندونیزیا، پاکستان، موریټانیا، اردن او عمان بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په دوحه کې د یوې ګډې خبرپاڼې پرمهال د اسرائیلو لهخوا «سومالیلینډ» ته د ډیپلوماټیک استازي د ټاکلو پرېکړه وغندله.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا عمل د سومالیا د فډرالي جمهوریت له حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه ده.
د دغو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له هر هغه یو اړخیز عمل سره خپل کلک مخالفت تکرار کړ، چې د هېوادونو حاکمیت یا یووالي ته زیان رسوي او د سومالیا د حاکمیت، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
دوی دا ټینګار هم وکړ، چې د سومالیا یوازنۍ مشروع اداره د دې هېواد د خلکو د ارادې استازیتوب کوي.
دغه راز څرګنده شوې، چې دا ډول کړنې د نړیوال قانون له اصولو، د ملګرو ملتونو منشور او افریقایي ټولنې اساسنامې څخه ښکاره سرغړونه ده او کولی شي د یو خطرناکې بېلګې په توګه د افریقا په وچه کې ثبات کمزوری کړي او پر سیمهییزه سوله او امنیت منفي اغېزه وکړي.
نړۍ
امریکا او ایران ښايي له بندري بندیزونو سره سره،روانه اوونۍ خبرې بیا پیل کړي
سرچینو د سېشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.
د امریکا او ایران مذاکره کوونکې ډلې ښایي په روانه اوونۍ کې اسلامآباد ته راستانه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې بیا پیل کړي.
سرچینو د سېشنبې پر ورځ رویټرز ته ویلي، چې واشنګټن تېره اوونۍ د خبرو اترو له ماتېدا وروسته پر ایران بندري بندیز لګولی دی.
که څه هم د امریکا بندیز د تهران غصه راوپاروله، خو ډیپلوماټیکې اړیکې ممکن دوام ومومي؛ ځکه د تېلو د بیو په راټیټولو کې یې مرسته وکړه او د سېشنبې پر ورځ د معیاري نرخونه له ۱۰۰ دالرو څخه کښته شول.
دغه راز په خبرو اترو کې ښکېلو سرچینو د سېشنبې پر ورځ ویلي؛ دواړه هېوادونه کولی شي د اوونۍ په پای کې بېرته راستانه شي. له واشنګټن او تهران سره یو وړاندیز شریک شوی، چې خپل پلاوي بیا واستوي.
یوې لوړ پوړې ایراني سرچینې ویلي: «کومه ځانګړې نېټه ټاکل شوې نهده او پلاويو له جمعې څخه تر یکشنبې پورې په پام کې نیولې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ ایران د دوشنبې پر ورځ زنګ وهلی او غواړي یوې هوکړې ته ورسیږي؛ خو هیڅکله به هغه تړون تصویب نهکړي، چې تهران ته د اټومي وسلې د لرلو اجازه ورکړي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoآیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
-
سوداگري5 days agoد افغانستان د هوايي ټرانزیټ عواید زیات شوي؛ له الوتنو میلیونونه ډالر ترلاسه کېږي
-
سوداگري5 days agoد سیمې د انرژۍ بدلون؛ له روسیې افغانستان ته د سون توکو واردات زیات شوي
-
تازه خبرونه2 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
تازه خبرونه5 days agoازبکستان او ناروې د افغانستان د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
-
څار1 day agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
تحول2 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
نړۍ1 day ago۱۶ عربي او اسلامي هېوادونو په «سومالیلینډ» کې د اسرائیلو د ډیپلوماټیک استازي ټاکل وغندل
