Connect with us

نړۍ

اسرائیلو او څو عربي هېوادونو پر ایران د برید نه‌کولو غوښتنه وکړه

د راپور له مخې: دا هېوادونه پدې باور دي، چې د ایران حکومت اوسمهال پوره کمزوری ندی؛ نو د امریکا بریدونه ممکن په دې هېواد کې د واک بدلولو لامل نشي.

خپور شوی

د

د امریکا ان‌بي‌سي خبري څانګې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د اسرائیلو او څو عربي هېوادونو چارواکو له امریکا غوښتي، چې د اوس لپاره پر ایران برید ونکړي.

د راپور له مخې: دا هېوادونه پدې باور دي، چې د ایران حکومت اوسمهال پوره کمزوری ندی؛ نو د امریکا بریدونه ممکن په دې هېواد کې د واک بدلولو لامل نشي.

دوی دا وړاندیز هم کړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره باید د لویو بریدونو پیل تر هغې وځنډوي، چې په ایران کې وضعیت “نور هم خراب شي”.

په ایران کې ۱۷ ورځې مخکې روان اعتراضونه او ناکرارۍ د دې هېواد د اسعارو د بې ارزښته کېدا په اړه پیل شول او بیا ډېرو نورو لویو ښارونو ته وغځېدل.

ویل کیږي، چې د سې‌شنبې پر ورځ د امریکا په ملي امنیت شورا کې د ټرمپ د مرستیال جي‌ډي ونس پر مشرۍ یوه غونډه ترسره شوې، چې ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د اقدام کولو لپاره غوراوي چمتو کړي.

نړۍ

حوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې  تائید کړې نه‌دي.

Published

on

 

د یمن حوثیانو د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو د نل‌لیکې د پمپ کولو تاسیسات او د ریاض هوايي ډګر یې پر نښه کړي دي. که دا ادعاوې تائید شي په سیمه کې به د انرژۍ د تاسیساتو او د تېلو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې  تائید کړې نه‌دي.

دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې یې د بالسټیک توغندیو دوه توغوونکي له منځه وړي دي.

د دې ائتلاف د څرګندونو له مخې، له دغو توغوونکو څخه یو د ریاض پر لور د توغندي توغولو لپاره کارول شوی و، چې توغندی یې په هوا کې شنډ شوی دی.

حوثیانو همدارنګه ادعا کړې، چې په ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر پر نښه کړی دی.

دغه هوايي ډګر له دې مخکې د یوه برید له کبله د دوه ترمینلونو فعالیت درولی و؛ هغه برید، چې حوثیانو یې مسوولیت منلی؛ خو وروسته یې د دغو ترمینلونو فعالیت بېرته پیل شو.

دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثیانو پر مورچو له پوځي عملیاتو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د بالسټیک توغندیو د ساتلو لپاره یې پېنځه تونلونه، د توغندیو څلور توغوونکي او د توغندیو د زېرمه کولو یو مرکز پر نښه کړي دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو نل‌لیکه، چې سرې بحیرې ته د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ده؛ ډېره مهمه شوې ده؛ ځکه سیمه‌ییزې جګړې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد محدود کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي په تهران کې له ایراني چارواکو سره ګوري او د سیمه‌ییزو همغږیو په اړه خبرې کوي.

Continue Reading

نړۍ

د اماراتو ډیپلوماټه لانا نصیبه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته نومانده شوه

نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.

Published

on

 

د متحده عربي اماراتو لوړپوړې ډیپلوماټه لانا نصیبه د چارشنبې پر ورځ( د تلې نهه‌ویشتمه د اوکټوبر یوویشتمه) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته د رسېدا لپاره سیالۍ ته نومانده شوه.

نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.

هغې د خپلې نوماندۍ له رسمي اعلان لږ مخکې ویلي: « … نن داسې عمومي منشي ته اړتیا لرو، چې د څو اړخیزې همکارۍ پر راتلونکي او د ستونزو د اواري لپاره د ملګرو ملتونو پر رول بیا ټینګار وکړي؛ نه داسې بنسټ، چې یوازې د نړۍ کړکېچونه ننداره کوي.»

۴۸ کلنه نصیبه، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیره ده؛ په وروستي پړاو کې دې سیالۍ ته رسمي ننوته.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د امنیت شورا په غیررسمي نظرپوښتنه کې د کوسټاریکا د ولسمشر پخوانۍ مرستیالې ربیکا ګرینسپن له لږ توپیر سره لومړی ځای خپل کړی و، خو ګرینسپن په غیررسمي نظرپوښتنو کې مخکښه وه؛ هغې او نورو ټولو نوماندانو تېره اوونۍ د امنیت شورا د پېنځه دایمي او پرېکړه کوونکو غړو( بریټانیا، چین، فرانسې، روسیې او امریکا) لږ تر لږه دوه مخالفې رایې ترلاسه کړې.

د امنیت شورا غړي په دې سلا مشورو بوخت دي، چې بله نظرپوښتنه د جمعې پر ورځ ترسره کړي او که یې بل وخت ته وځنډوي.

نصیبه وایي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د وروستۍ ناستې پر مهال څو هېوادونو ترې غوښتي، چې د عمومي منشي څوکۍ ته ځان نومانده کړي. هغې له دې مخکې د امنیت شورا د غړیتوب لپاره د متحده عربي اماراتو د بریالۍ هڅې مشري هم کړې وه. په نیویارک کې ډیپلوماټان هغه وړ مدیره بولي.

هغې ویلي: « نن دا لیدلوری شته؛ ملګري ملتونه داسې کس ته اړتیا لري، چې د نسلونو بدلون رامنځته کړي.»

په ملګرو ملتونو کې د نصیبې کاري دوره په ۲۰۲۳ز.کال کې د غزې د جګړې له پیل سره هم‌مهاله وه. هغې په هغه وخت کې د دوه زره اووه‌سوه‌شلم پرېکړه‌لیک د تصویب لپاره هڅې وکړې؛ دې پرېکړه‌لیک غزې ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړه.

نصیبې ویلي؛ د دغه پرېکړه‌لیک د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یې د امنیت شورا د غړیو رفح سرحدي دروازې ته د سفر زمینه برابره کړه، چې هغوی وضعیت له نږدې وویني. هغې دا اقدام د «نوښتګرې او عمل‌پالې ډیپلوماسۍ»  تګلارې یوه برخه بللې ده.

Continue Reading

نړۍ

په فرانسه کې د امنیتي وضعیت له کبله یوشمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ

د شنبې د ورځې د ناکراریو پر مهال د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې، یو شمېر هټۍ لوټ او د ښاروالۍ یوې ودانۍ ته اور واچول شو.

Published

on

 

د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا او د عامه خدمتونو د کمېدا پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو او ګډوډیو وروسته د اروپا او آسیا یو شمېر هېوادونو خپلو وګړو ته په دې هېواد کې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.

د شنبې د ورځې د ناکراریو پر مهال د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې، یو شمېر هټۍ لوټ او د ښاروالۍ یوې ودانۍ ته اور واچول شو.

ایټالیا په فرانسه کې له خپلو وګړو غوښتي، چې له لویو غونډو لرې پاتې شي او جدي احتیاط وکړي.

د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت مسافرو ته هم سپارښتنه کړې، چې خپل حضور د رسمي اوب‌پاڼې یا غوښتنلیک له لارې ثبت کړي، چې د اړتیا پر مهال چارواکي هغوی وموندلی شي.

جرمني خبرداری ورکړی؛ په راتلونکو ورځو کې د نورو ګډوډیو احتمال هم شته او له خپلو وګړو یې غوښتي، چې د پولیسو لارښوونې مراعات کړي.

دې هېواد دا هم ویلي؛ هغه کسان، چې د چارواکو له امر سره- سره له غیرمجازو لاریونونو څخه ونه وځي، ښايي نغدي جریمه شي یا ترې د اوښتو زیانونو تاوان وغوښتل شي.

د چک جمهوریت خبري آژانس« سي‌ټي‌کې» راپور ورکړی، چې دغه هېواد هم د امنیتي وضعیت د خرابېدا له کبله له خپلو وګړو غوښتي، چې له لاریونونو، لاریونیزو لاریون‌بهیرونو او عامه غونډو لرې پاتې شي.

پولینډ هم له خپلو مسافرو غوښتي، چې له هغو سیمو لرې واوسي، چې لاریونونه په کې روان دي؛ خو دغه هېواد فرانسې ته د سفر په اړه خپله عمومي ارزونه نه‌ده بدله کړې.

هالینډ هم د سفر د هغو سپارښتنو له مخې، چې وروستی ځل د اوکټوبر پر اوومه تازه شوي دي؛ له مسافرو غوښتي، چې له لاریونونو لرې پاتې شي.

ډنمارک، سویډن، فنلنډ او ناروې هم ورته خبرداري خپاره کړي او په فرانسه کې یې له خپلو وګړو غوښتي، چې په لاریونونو کې ګډون ونه‌کړي او د سیمه‌ییزو چارواکو لارښوونې مراعات کړي.

له اروپا بهرد مالیزیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فرانسې لاریونونه څاري.

یاد وزارت سره له دې، چې فرانسې ته یې سفرونه نه‌دي منع کړي؛ خو خپلو وګړو ته یې سپارښتنه کړې، چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې غیرضروري سفرونه وځنډوي.

په پاریس کې د مالیزیا سفارت هم په فرانسه کې له خپلو وګړو غوښتي، چې هوښیار واوسي او احتیاط وکړي.

دغه خبرداري ښيي، چې په فرانسه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.

فرانسه د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا او پر عامه خدمتونو د فشار له کبله د خلکو له پراخې ناخوښۍ سره مخ ده. د دې هېواد حکومت له اوسېدونکو او مسافرو غوښتي، چې له حالاتو ځانونه خبر وساتي او د پولیسو لارښوونې مراعات کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!