نړۍ
چین له ایران سره پر سوداګرۍ د ټرمپ د تعرفې ګواښ ته غبرګون څرګند کړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دې هېواد د هغو هېوادونو پر وړاندې، چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفې له ګواښ سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه، چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.
د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي: هر هغه هېواد، چې له ایران سره سوداګري کوي له ۲۵ سلنې تعرفې سره به مخ شي.
شنونکو خبرداری ورکړی، چې د دې تعرفو لګول ممکن د سوداګرۍ پر کمولو سربېره د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ډیپلوماټیک کړکیچونه رامنځته کړي.
دا اقدام د ایران او د هغه د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د امریکا د اقتصادي فشار د پالیسۍ یوه برخه ده او کولی شي د امریکا او ایران د شریکو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې اغیزمنې کړي.
نړۍ
حوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې تائید کړې نهدي.
د یمن حوثیانو د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو د نللیکې د پمپ کولو تاسیسات او د ریاض هوايي ډګر یې پر نښه کړي دي. که دا ادعاوې تائید شي په سیمه کې به د انرژۍ د تاسیساتو او د تېلو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د حوثیانو دغه ادعاوې تائید کړې نهدي.
دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف اعلان کړی، چې د یمن په پلازمېنه صنعا کې یې د بالسټیک توغندیو دوه توغوونکي له منځه وړي دي.
د دې ائتلاف د څرګندونو له مخې، له دغو توغوونکو څخه یو د ریاض پر لور د توغندي توغولو لپاره کارول شوی و، چې توغندی یې په هوا کې شنډ شوی دی.
حوثیانو همدارنګه ادعا کړې، چې په ریاض کې یې د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر پر نښه کړی دی.
دغه هوايي ډګر له دې مخکې د یوه برید له کبله د دوه ترمینلونو فعالیت درولی و؛ هغه برید، چې حوثیانو یې مسوولیت منلی؛ خو وروسته یې د دغو ترمینلونو فعالیت بېرته پیل شو.
دغه راز د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف په یمن کې د حوثیانو پر مورچو له پوځي عملیاتو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د بالسټیک توغندیو د ساتلو لپاره یې پېنځه تونلونه، د توغندیو څلور توغوونکي او د توغندیو د زېرمه کولو یو مرکز پر نښه کړي دي.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د سعودي عربستان د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د تېلو نللیکه، چې سرې بحیرې ته د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه ده؛ ډېره مهمه شوې ده؛ ځکه سیمهییزې جګړې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد محدود کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي په تهران کې له ایراني چارواکو سره ګوري او د سیمهییزو همغږیو په اړه خبرې کوي.
نړۍ
د اماراتو ډیپلوماټه لانا نصیبه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته نومانده شوه
نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.
د متحده عربي اماراتو لوړپوړې ډیپلوماټه لانا نصیبه د چارشنبې پر ورځ( د تلې نههویشتمه د اوکټوبر یوویشتمه) د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته د رسېدا لپاره سیالۍ ته نومانده شوه.
نصیبه، چې له یوې لسیزې ډېر یې په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازیتوب؛ رویټرز ته ویلي: که دې څوکۍ ته وټاکل شي؛ هڅه به وکړي، چې د نړیوالو کړکېچونو د زیاتېدا په اوسني وضعیت کې د شخړو د ډیپلوماټیک اواري لپاره د ملګرو ملتونو رول بېرته پیاوړی کړي.
هغې د خپلې نوماندۍ له رسمي اعلان لږ مخکې ویلي: « … نن داسې عمومي منشي ته اړتیا لرو، چې د څو اړخیزې همکارۍ پر راتلونکي او د ستونزو د اواري لپاره د ملګرو ملتونو پر رول بیا ټینګار وکړي؛ نه داسې بنسټ، چې یوازې د نړۍ کړکېچونه ننداره کوي.»
۴۸ کلنه نصیبه، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیره ده؛ په وروستي پړاو کې دې سیالۍ ته رسمي ننوته.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د امنیت شورا په غیررسمي نظرپوښتنه کې د کوسټاریکا د ولسمشر پخوانۍ مرستیالې ربیکا ګرینسپن له لږ توپیر سره لومړی ځای خپل کړی و، خو ګرینسپن په غیررسمي نظرپوښتنو کې مخکښه وه؛ هغې او نورو ټولو نوماندانو تېره اوونۍ د امنیت شورا د پېنځه دایمي او پرېکړه کوونکو غړو( بریټانیا، چین، فرانسې، روسیې او امریکا) لږ تر لږه دوه مخالفې رایې ترلاسه کړې.
د امنیت شورا غړي په دې سلا مشورو بوخت دي، چې بله نظرپوښتنه د جمعې پر ورځ ترسره کړي او که یې بل وخت ته وځنډوي.
نصیبه وایي؛ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د وروستۍ ناستې پر مهال څو هېوادونو ترې غوښتي، چې د عمومي منشي څوکۍ ته ځان نومانده کړي. هغې له دې مخکې د امنیت شورا د غړیتوب لپاره د متحده عربي اماراتو د بریالۍ هڅې مشري هم کړې وه. په نیویارک کې ډیپلوماټان هغه وړ مدیره بولي.
هغې ویلي: « نن دا لیدلوری شته؛ ملګري ملتونه داسې کس ته اړتیا لري، چې د نسلونو بدلون رامنځته کړي.»
په ملګرو ملتونو کې د نصیبې کاري دوره په ۲۰۲۳ز.کال کې د غزې د جګړې له پیل سره هممهاله وه. هغې په هغه وخت کې د دوه زره اووهسوهشلم پرېکړهلیک د تصویب لپاره هڅې وکړې؛ دې پرېکړهلیک غزې ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړه.
نصیبې ویلي؛ د دغه پرېکړهلیک د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره یې د امنیت شورا د غړیو رفح سرحدي دروازې ته د سفر زمینه برابره کړه، چې هغوی وضعیت له نږدې وویني. هغې دا اقدام د «نوښتګرې او عملپالې ډیپلوماسۍ» تګلارې یوه برخه بللې ده.
نړۍ
په فرانسه کې د امنیتي وضعیت له کبله یوشمېر هېوادونو خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ
د شنبې د ورځې د ناکراریو پر مهال د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې، یو شمېر هټۍ لوټ او د ښاروالۍ یوې ودانۍ ته اور واچول شو.
د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا او د عامه خدمتونو د کمېدا پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو او ګډوډیو وروسته د اروپا او آسیا یو شمېر هېوادونو خپلو وګړو ته په دې هېواد کې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.
د شنبې د ورځې د ناکراریو پر مهال د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې، یو شمېر هټۍ لوټ او د ښاروالۍ یوې ودانۍ ته اور واچول شو.
ایټالیا په فرانسه کې له خپلو وګړو غوښتي، چې له لویو غونډو لرې پاتې شي او جدي احتیاط وکړي.
د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت مسافرو ته هم سپارښتنه کړې، چې خپل حضور د رسمي اوبپاڼې یا غوښتنلیک له لارې ثبت کړي، چې د اړتیا پر مهال چارواکي هغوی وموندلی شي.
جرمني خبرداری ورکړی؛ په راتلونکو ورځو کې د نورو ګډوډیو احتمال هم شته او له خپلو وګړو یې غوښتي، چې د پولیسو لارښوونې مراعات کړي.
دې هېواد دا هم ویلي؛ هغه کسان، چې د چارواکو له امر سره- سره له غیرمجازو لاریونونو څخه ونه وځي، ښايي نغدي جریمه شي یا ترې د اوښتو زیانونو تاوان وغوښتل شي.
د چک جمهوریت خبري آژانس« سيټيکې» راپور ورکړی، چې دغه هېواد هم د امنیتي وضعیت د خرابېدا له کبله له خپلو وګړو غوښتي، چې له لاریونونو، لاریونیزو لاریونبهیرونو او عامه غونډو لرې پاتې شي.
پولینډ هم له خپلو مسافرو غوښتي، چې له هغو سیمو لرې واوسي، چې لاریونونه په کې روان دي؛ خو دغه هېواد فرانسې ته د سفر په اړه خپله عمومي ارزونه نهده بدله کړې.
هالینډ هم د سفر د هغو سپارښتنو له مخې، چې وروستی ځل د اوکټوبر پر اوومه تازه شوي دي؛ له مسافرو غوښتي، چې له لاریونونو لرې پاتې شي.
ډنمارک، سویډن، فنلنډ او ناروې هم ورته خبرداري خپاره کړي او په فرانسه کې یې له خپلو وګړو غوښتي، چې په لاریونونو کې ګډون ونهکړي او د سیمهییزو چارواکو لارښوونې مراعات کړي.
له اروپا بهرد مالیزیا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فرانسې لاریونونه څاري.
یاد وزارت سره له دې، چې فرانسې ته یې سفرونه نهدي منع کړي؛ خو خپلو وګړو ته یې سپارښتنه کړې، چې د وضعیت تر ښه کېدو پورې غیرضروري سفرونه وځنډوي.
په پاریس کې د مالیزیا سفارت هم په فرانسه کې له خپلو وګړو غوښتي، چې هوښیار واوسي او احتیاط وکړي.
دغه خبرداري ښيي، چې په فرانسه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوې دي.
فرانسه د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا او پر عامه خدمتونو د فشار له کبله د خلکو له پراخې ناخوښۍ سره مخ ده. د دې هېواد حکومت له اوسېدونکو او مسافرو غوښتي، چې له حالاتو ځانونه خبر وساتي او د پولیسو لارښوونې مراعات کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
لوبی3 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days agoاروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
-
لوبی4 days agoافغانستان بنګلهدېش ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
-
نړۍ5 days agoد اماراتو ډیپلوماټه لانا نصیبه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته نومانده شوه
-
لوبی2 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا
-
لوبی2 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
