Connect with us

تازه خبرونه

د ولايتونو لپاره نوې ټولنیزې مرستيالانې وټاکل شوې

خپور شوی

د

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۶) څرګنده کړې، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړانديز او د ولسمشر د فرمان له مخې اته ولایتونو ته ښځینه مرستیالانې ټاکل شوې دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ولسمشرۍ پر فرمان بياني سليمي د کاپيسا، برښنا شېرزۍ د کونړ، هوسۍ اندړد غزني، برښنا ساپۍ د لغمان، مريم رحماني د زابل، ذاهده فيضان د نورستان، روح ګل خيرزاد د نیمروز او زرغونه شېرزاد د بادغيس ولايتونو د ټولنیزو مرستيالانو په توګه ټاکل شوې دي.

تازه خبرونه

د افغانستان او عمان چارواکو د ایران د جګړې او په افغانستان کې د پاکستان د یرغل په اړه خبرې وکړې

په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د عمان بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره د سیمې د پوځي یرغلونو په اړه ټیلیفوني بحث او خبرې کړې دي.

په دې ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواوو د افغانستان او عمان ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه په سیمه کې د وروستیو بدلونون په اړه خپل اندونه وړاندې کړل.

دواړو سیالانو په منځني ختیځ کې وروستي بدلونونه د اندېښنې وړ وبلل او د ایران پر وړاندې یې د امریکا او اسرائیلو یرغل او د سیمې نورو هېوادونو ته د جګړې خپرېدل وغندل.

په دې خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي پوځي وضعیت په اړه بحث شوی او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځي یرغل او د اسلامي امارت د دفاعي او غچ اخیستونکو بریدونو په اړه د اسلامي امارت دریځ څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو او سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ پر غوره کولو ټینګار څرګند کړ.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سیاسي چارو شنونکي او خبریالان وستایل

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۰, ۱۴۰۴

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن (سې‌شنبه د کب نولسمه) د یوې غونډې پر مهال له سیاسي کارپوهانو، خبریالانو او رسنیزو چارواکو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې خبریالانو او سیاسی شنونکو د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې اغېزمنې هڅې ترسره کړې دي.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېر احمد حقاني، یو شمېر چارواکو، سیاسي شنونکو، رسنیزو چارواکو او خبریالانو ګډون کړی و.

د خبرپاڼې له مخې په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ویلي: “د اوسني نظام او امنیت ساتل د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی. د جګړې په وخت کې د سیاسي شنونکو او رسنیو دریځ د خلکو د پوهاوي په لوړولو او د خلکو ترمنځ د سیاسي شعور په رامنځته کولو کې اړین رول لوبوي. د افغانستان د خلکو ګټې ګډې دي او د هغوی ساتنه یو ګډ مسوولیت دی. رسنۍ مسوولیت لري، چې په روښانه توګه حقایق څرګند کړي او د هېواد رښتینی او مستند انځور نړۍ ته ورسوي. د افغانستان د خلکو ترمنځ هیڅ راز ژبنۍ، سمتي او قومي برتري نشته؛ ځکه، چې په هېواد کې یووالی او ورورولي حاکمه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د امریکا وروستۍ پرېکړه د افسوس وړ وبلله او پر خبرو یې ټینګار څرګند کړ

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی هېواد” ګڼي؛ د افسوس وړ بولي او ټینګار کوي، چې د خبرو اترو له لارې دې ستونزې حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د نننۍ (سې‌شنبه د کب نولسمه) خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د هیڅ هېواد وګړي په افغانستان کې د معاملې لپاره ندي نیول شوي، بلکې ځینې اشخاص له نافذه قوانینو څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي، چې ډېری یې له قانوني پړاوونو وروسته خوشې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېر کال کې اسلامي امارت د ښه نیت له مخې د ځینو امریکایي وګړو په اړه مثبت ګامونه پورته کړي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا په برخه کې د قطر رول ته هم نغوته(اشاره) شوې او د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د اړیکو او د ستونزو د حل پر دوام ټینګار شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!