تازه خبرونه

د وږي نهمه د امریکا او ناتو د ماتې او وتلو لومړۍ کلیزه ونمانځل شوه

Published

on

نن د وږي نهمه د افغانستان په بګرام هوايي اډه کې د اسلامي امارت د لوړ پوړیو چارواکو په ګډون د امریکا او د هغې د متحدینو د ماتې لومړۍ کلیزه پر ځانګړيو مراسمو ونمانځل شوه.

د بګرام هوايي ډګر، چې په تېرو شل کلونو کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه؛ نن د وږي نهمه په افغانستان کې د امريکا او د هغې د متحدينو د ماتې د لومړۍ کليزې د نمانځلو لپاره ځانګړې شوې ده.

په دې مراسمو کې د وزارتونو د مشرانو په ګډون د اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو ګډون کړی و او د ملي دفاع وزارت د وزیر له لوري له کتنې او معاینې وروسته د اسلامي امارت د مسوولینو په حضور کې بېلابېلو نظامي قطعاتو خپل ځانګړی پوځي رسم ترسره کړ.

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند له نړۍ او په ځانګړي توګه له امريکا وغوښتل، چې د تېرو شل کلونو ترخې تجربې تکرار نکړي او د افغانستان له نوي حکومت سره د تعامل لار خپله کړي.

رییس الوزرا ملا محمد حسن آخوند په خپله تبصره کې شته اقتصادي ننګونې په تېرو شل کلونو کې د امریکا او د هغې د متحدینو د تخریبي کړنو لامل ګڼي.

په دې مراسمو کې دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد له هېواده د امريکايي ځواکونو د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت ويلي، نړۍ دې د افغانستان پر وړاندې معقول سیاست خپل کړي او د دې هېواد ځمکني بشپړتیا ته دې په درنه سترګه وګوري.

په دې مراسمو کې بېلابېلو پوځي قطعاتو د دریځ مخکې ننداریز حرکتونه تر سره کړل؛ د رېنجر، زغروالو ټانګونو او الوتکو په ګډون د بهرنيو ځواکونو او پخواني حکومت پاتې پوځي وسايط او تجهيزات له رغونې وروسته نندارې ته وړاندې شول.

روسي فولډ ټانګونه او لونا او سکارت  توغندي، چې د پخوانیو رژیمونو میراث دی هم دلته وښودل شول.

د تېر کال همدا ورځ وه، چې د امريکا او ناتو په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو له شل کلن پوځي حضور وروسته له افغانستان څخه خپل وروستي سرتېري وويستل.

اسلامي امارت د وږي نهمې ته د خپلواکۍ د ورځې نوم ورکړی او څرګندوي؛ دا هغه ورځ ده، چې امریکا ماتې وخوړه او خپل وروستي سرتېري یې د شپې مهال له افغانستان څخه وایستل.

امریکایان هم مني، چې د دوی تر ټولو اوږده جګړه له ماتې او نهیلۍ سره مخ شوه.

له دې تاریخي پېښې یو کال وروسته اسلامي امارت په یوه اعلاميه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په شل کلن حضور کې پر افغان ولس هر ډول فشارونه، ګواښونه او پالیسۍ له ناکامۍ سره مخ شوي او يوازې کړکېچ یې زیات کړی دی.

اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان په وړاندې معقوله پالیسي خپله کړي؛ خپلواک اسلامي نظام او د خلکو ارادې ته درناوی وکړي، چې افغانستان د یوه خپلواک ولس په توګه له نړۍ سره عادي اړیکې او مثبت تعامل ولري.

اوس اسلامي امارت وایي، چې نور به هیڅ هېواد ته اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې پوځي حضور ولري او له هېوادونو سره به د ملي ګټو پر بنسټ اړیکې یوازې له دیپلوماتیکو لارو جوړوي.

که څه هم یو کال کېږي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې پوځي ماتې پایله لیدلې؛ خو اوس یې هم د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نده درولې؛ مالي ستونزې جوړوي، کله له القاعده سره د مبارزې پر پلمه هوايي عملیات کوي او څارګرې الوتکې یې د افغانستان په فضا کې لیدل کیږي. سره له دې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې شته او امریکا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو کې اصلي خنډ دی، چې د وخت له تېرېدو سره به یې پایلې روښانه شي.

Trending

Exit mobile version