تازه خبرونه
د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد معامله نکیږي – اشرف غني
ولسمشر غني نن ( د کب ۱۶) د ملي شورا د اوولسمې دورې د پرانیستې په غونډه کې ټینګار کړی، چې د سولې راوستو او واک د لېږد لپاره د کاغذ پر مخ طرحې کارنده ندي او د ټاکنو له لارې د واک لېږد یو اصل دی، چې معامله پرې نکیږي.
کابل ته له سفر وروسته زلمي خلیلزاد د نوي ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د سولې د انتقالي حکومت تر نامه لاندې د امریکا له طرحې خبر ورکړ.
ولسمشر غني د ملي شورا د اوولسمې دورې په پرانیست غونډه کې دې طرحې ته په غبرګون کې د واک لېږد یوانۍ لار د ټاکنو تر سره کېدل بولي او وایي، چې د افغانستان د سولې لپاره کاغذي طرحې کارنده نه دي او ناوړه پایلې به ولري.
ولسمشر غني ویلي؛ د واک د لېږد لپاره د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د ټاکنو د نېټې او څرنګوالي تر سره کېدو ته چمتو دی.
ولسمشر اشرف غني وایي؛ د سولې لپاره هر څوک کولی شي پر پاڼه یو څه ولیکي؛ خو زمونږ وثیقه اساسي قانون دی او بلې وثیقې ته اړتیا نلرو. په اساسي قانون کې د تعدیل لار پرانستې ده. طالبانو ته دا پیغام لرم، چې هیڅ ګواښ به د افغانانو سر ټیټ نکړي او د ادیرې سوله نه غواړو. تاوتریخوالي ودروئ او له شعاره د عمل ډګر ته راودانګئ؛ ملت راخپل کړئ او د خلکو رایې تر لاسه کړئ.
دغه راز ولسمشر غني له پاکستان هم غواړي، چې رښیتنې سولې ته غاړه کېدي او افغانستان د ځان لپاره د یوه خپلواک هېواد په توګه ومني.
اشرف غني څرګنده کړې: له پاکستان څخه غواړم، چې رښتینې سولې ته ورسیږو او د خپلواکو هېوادونو په توګه یو بل وزغمو او د مثبتې لارې پاکستان خپل سیاست بدل کړي؛ خپلواکه او سرلوړی افغانستان ومني.
د ولسي جرګې مشر ویلي، چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې په خبرو کې نرمښت وښیي.
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وایي: ملي شورا له طالبانو غواړي، چې تاوتریخوالي راکم کړي؛ د سولې په خبرو کې نرمښت ښکاره کړي، له هغو غوښتنو تېر شي، چې پلي کېدونکې ندي او له پلمې پرته اوربند ته غاړه کېدي.
دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د دوحې د سولې خبرو تر اوسه پایله نده ورکړې او د دې خبرو پر بدیلو لارو کار روان دی.
