ساینس او ټیکنالوژي
د ټیلیګرام اجرائیوي رییس په پاریس کې پولیسو نیولی
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو هغه د نیولو د حکم پر بنسټ، چې مخکې صادر شوی و نیولی دی.
د فرانسې پولیسو د شنبې پر ورځ ( د وږي درېیمه ) د ټیلیګرام بنسټوال پاول ډوروف پاریس ته نږدې په یوه هوايي ډګر کې نیولی دی.
یوه فرانسوي چارواکي د نوم نهښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې دغه ۳۹ کلن میلیارډر پرون ماښام د فرانسې د پلازمېنې په شمال کې د لوبورژه په هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پولیسو هغه د نیولو د حکم پر بنسټ، چې مخکې صادر شوی و نیولی دی.
په راپور کې راغلي؛ ډوروف په ټیلیګرام شبکه کې د پیغام رسونې د جرمي کارونې د نه مخنیوي په خاطر شکمن ګڼل شوی.
تمه ده، چې هغه به د یکشنبې پر ورځ محکمې ته حاضر شي.
ټیلیګرام تر اوسه د دغه پلیټ فارم د اجرائیوي رییس د نیول کېدو په اړه څه ندي ویلي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.