تازه خبرونه
د پاکستاني پلاوي الوتکه په کابل کې د امنیتي ګواښونو له کبله بېرته ستنه شوه
د پاکستان د ولسي جرګې د مشر اسد قیصر الوتکه د پنجشنبې پر ورځ ( د وري ۱۸) د افغانستان فضایي حریم ته له ننوتلو وروسته هغه مهال بېرته اسلام آباد ته ستنه شوه، چې د کابل هوایي ډګر په ځغاستلیکه کې چاودیدونکي توکي وموندل شول.
په کابل کې د پاکستان د ولسي جرګې د مشر په مشرۍ د پلاوي راتګ ته له څو ورځو راپدیخوا چمتووالی روان وو او د پنچشنبې پر ورځ د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د هغو راتلو ته یو پلاوی په تمه و.
د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ویلي: تاسې خبر یاست، چې د پاکستان د ولسي جرګې مشر زمونږ د رسمي بلنې له مخې کابل ته رارسیږي او ښاغلی اسد قیصر د حکومت له لوړپوړیو چارواکو سره هم لېدنې لري.
لږ شیبه وروسته په کابل کې د پاکستان سفیر وویل؛ ناټو ځواکونو په هوايي ډګر کې د امنیتي ګواښونو راپور ورکړی، چې له کبله یې الوتکه د افغانستان له فضايي حریمه بېرته اسلام آباد ته ستنه او سفرلغوه شو.
په کابل کې د پاکستان سفیر ويلي، چې د اسد قیصر الوتکه د افغانستان فضايي حریم ته ننوتې وه؛ خو د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په ځغاستلیکه کې چاودیدونکي توکي وموندل شول، چې له کبله یې الوتکه اسلام آباد ته ستنه شوه او سفر یې د امنیتي ګواښونو له امله لغوه شو.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وایي: کله، چې الوتکه په اسلام آباد کې کښته شړه له افغان لوري سره یې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د افغانستان شرایط د درک وړ دي او ډېر ژر به کابل ته سفر وکړي.
د ولسي جرګې غړيو ويلي، چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر په ځغاستلیکه کې د چاودیدونکو توکو د موندل کیدو موضوع به یو پلاوي وڅېړي.
د ولسي جرګې د دارالانشا مشر عبدالقادر ځاځي وطن دوست ویلي: د ولسي جرګې غړي اداري پلاوی په هوایي ډګر کې دی. پرېکړه پدې وشوه، چې وروسته به دا موضوع د یوه پلاوي لخوا وڅېړل شي؛ خو دمګړۍ ناټو د امنیتي ګواښونو له کبله دغه سغر لغو کړی دی.
د کابل د نړیوال هوايي ډګر مسوولینو ويلي، چې په ډګر کې د چاودیدونکیو تو په اړه د ناټو له خبرداري وروسته څو ساعته دا ډګر د الوتنو ر مخ وتړل شو.
مسوولینو ويلي، چې دا چاودیدوني توکي د پخواني پاتې ول.
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان ریاض آرین څرګنده کړې: څلږېښت دقیقې مخکې د همغږۍ برخې احوال راکړ، چې ناټو ځواکونو د هوایي ډګر په یوه ځغاستلیکه کې د رغونې پر مهال چاودېدونکي توکي وموندل او له همدې کبله ټولې الوتنې ودرېدې.
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګرعملیاتي مسوول توریالی تکل وایي: د ټولو خلکو خوندیتوب مو لومړیتوب دی. تر هغې، چې ګواښ وي؛ الوتکې ته د راکښته کېدو اجازه نشته.
ټاکل شوې وه، چې د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر د افغانستان د ولسي جرګې د مشر میر رحمان رحماني په رسمي بلنه نن ( پنجشنبه ) پر درې ورځني سفر کابل ته راشي.
تازه خبرونه
په تورخم ښارګوټي کې له زیانمنو هټیوالو سره مرستې کیږي
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
د باختر خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د ننګرهار والي محمد نعیم آخوند د دغو زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ښارګوټي ته استولی، چې د سوداګرو د زیانونو کچه له نږدې وڅېړي او د لازم لاسنیوي لپاره یې پایلې اړوند مسوولانو ته وړاندې کړي.
اړوند پلاوي سیمه له نږدې لېدلې او څرګندوي، چې د پاکستان پوځي رژیم پر ړندو مرمیو په تورخم ښارګوټي کې د یو مارکیټ په ګډون نږدې ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او توکي یې بشپړ له منځه تللي دي.
زیانمنو سوداګرو ویلي، چې له کلونو راپدېخوا یې راټوله شوې شتمني د پاکستان پوځي رژیم له منځه وړې ده .
ویل کیږي، چې د پاکستان پوځي رژیم په دې ړندو مرمیو کې پر دوکانونو سربېره جوماتونه، تورخم عمري کمپ، ملکي کورونه او ځایونه هم پر نښه شوي، چې له کبله یې یو شمېر وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر نور ځایي اوسېدونکي هم د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
که افغانستان امریکایي یرغمل خوشې نکړي د ایران او وینزویلا له برخلیک سره به مخ شي – د ټرمپ استازی
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.
د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي آدم بوهلر ګواښ کړی، چې که په افغانستان کې بندي امریکایان خوشې نشي؛ نو دا هېواد به د وینزویلا یا ایران له برخلیک سره مخ شي.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د دوشنبې پر ورځ افغانستان د “ناحقه نیونو ملاتړ کوونکی دولت” نومولی، چې کولی شي د امریکا پر پاسپورټ لرونکو د سفر بندیز ولګوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په ایکس پاڼه کې د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتنه کړې، چې یرغمل شوي امریکايي وګړي خوشې کړي.
مارکو روبیو د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راغلی، چې امریکايي وګړي په ناحقه توګه د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره ساتي.
مارکو روبیو زیاته کړې: د افغانستان واکمن د سیاسي امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګریزو لارو چارو کار اخلي؛ خو د امریکا د اوسني حکومت پر وړاندې به دا تګلاره بریالۍ نشي.
د افغانستان اوسنی دولت باید ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول هغه امریکایان، چې په افغانستان کې په ناحقه بنديان دي؛ ژر تر ژره خوشې کړي.
رویټرز خبري سرچینې د دوه بلدو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې امریکا د پاول اوربي د پاتې شونو د بېرته راستنولو هڅه هم کوي؛ یو لیکوال، چې وروستی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې لیدل شوی و.
اسلامي امارت له دې مخکې له خبرو وروسته څو امریکایي بندیان خوشې کړي؛ خو د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني مشر حبیبي نیول رد کړي او د هرې ستونزې حل خبرې او ډیپلوماسي بولي.
تازه خبرونه
افغانستان ته د ملګرو ملتونو مرستې ارزونې ته اړتیا لري – امریکا
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اتهلسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي: د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.
امریکایي چارواکو څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت « سختو دریځونو» او له لومړنیو حقونو څخه د ښځو بې برخې کولو ته پر پوره پاملرنه باید افغانستان ته نړیوالې مرستې وارزول شي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د دوشنبې پر ورځ( د کب اتهلسمه) د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلي: د یوناما ماموریت بودجه، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ وغځول شي؛ د ملګرو ملتونو د ځانګړو ماموریتونو تر ټولو لویه بودجه ده.
والټز د دې ترڅنګ، چې افغانستان د «بشري ناورین» شاهد بولي؛ خو وایي: «د طالبانو (امارت اسلامي) د سختو دریځونو له کبله مونږ باید په افغانستان کې د مرستو او نړیوالې همکارۍ ګټه پر پوره پاملرنه وارزوو.»
هغه زیاته کړې: «دا شورا باید هغه پیسې، چې مونږ په ګډه د دې ماموریت د بودجې لپاره برابروو؛ پر پوره پاملرنه وارزوي. په داسې حال کې، چې د دې ماموریت ښځینه کارکوونکې حتا دفتر ته د کار لپاره د تلو اجازه هم نلري.»
اسلامي امارت له دې مخکې ویلي وه، چې د ښځو په اړه دریځ یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ یو هېواد دی.
دې پروګرام زیاته کړې: له ۱۷ میلیون څخه ډېر افغانان، چې د وګړو شاوخوا درېیمه برخه جوړوي؛ د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي، چې ۴.۷ میلیون یې له بشپړې لوږې سره مخ شوي.
د یوناما چارسمبالې( سرپرستې) جورجیټ ګاکنون د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې افغانستان «بېړنیو» بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې هېواد کې د بودجې د کمېدا له کبله بشري ناورین نور هم مخ پر خرابېدا دی.
هغې زیاته کړې؛ بشري بنسټونه غواړي، چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۱.۷۱ میلیارډ ډالرو د غوښتنې له لارې ۱۷.۵ میلیون افغانانو سره مرسته وکړي؛ خو تر اوسه یوازې ۱۰ سلنه دا پیسې برابرې شوې دي.
جورجیټ ګاګنون ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ نږدې دوه اوونیزو نښتو «درانده بشري او اقتصادي لګښتونه» درلودلي او د ایران جګړې هم د لومړنیو توکو بیې لوړې کړې دي.
هغې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت لهخوا ځینې مثبت بدلونونه هم لیدل شوي؛ لکه د کوکنارو د کرکېلې بندیز، چې د نړیوال تعامل څرګندونه کوي.
دغه راز دا خبرداری هم ورکوي، چې که بشري حقونو او بشري ستونزو ته رسېدنه و نشي؛ افغانستان ښايي «یو ځل بیا د کډوالۍ، تروریزم، نشهيي توکو او نورو لاملونو له کبله د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لامل شي.»
-
تازه خبرونه2 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه1 day agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
تازه خبرونه2 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه5 days agoله احتکار او کورونو کرايې لوړولو ډډه وکړئ – د عدلیې وزیر
-
تازه خبرونه1 day agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه2 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
