تازه خبرونه
د پاکستان او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو د عملي همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي په استانبول کې د پاکستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره وکتل.
د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو د اسلامي همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوپنځوسمي غونډې په څنډه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، سيمهييزو پروژو او دوه اړخيز تجارت او ټرانزيټ خبرې وکړې.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي په استانبول کې د پاکستان د لومړي وزير له مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛د هېواد د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټيکو اړيکو د کچې له لوړېدا وروسته هيله څرګنده کړې، چې په دوه اړخيزو اړيکو کې عملي همکارۍ نورې هم پراخې شي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير هم ټينګار کړی، چې دواړه هېوادونه به وکولی شي د افغان ټرانس د پراختيا په څېر سترو پروژو کې عملي پرمختګ وکړي.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ پر راتلونکې ناستې، چې په کابل کې به ترسره شي هم خبرې شوې دي.
