تازه خبرونه

د پاکستان حکومت بیا د بې اسنادو افغانانو د جبري ایستلو سپارښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱, ۱۴۰۳)

د پاکستان چارواکو د سې شنبې پر ورځ (د کب نهه‌ویشتمه) ویلي، چې دوی به له د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو بهیر بیا پیل کړي.

د پاکستان چارواکو دغه څرګندونې له هغې وروسته کړي، چې د یکشنبې پر شپه د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د ملکي استوګنې پر کورونو هوايي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو په پایله کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتیکا او دوه ښځې په خوست کې وژل شوي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وه: د ملي دفاع وزارت پر سپارښتنه د پاکستان د پوځ نهه اډې پر نښه شوي، چې په پايله کې يې پاکستانيو ځواکونو ته مرګ او ژوبله اوښتې؛ خو د پاکستانيو پوځيانو د مرګ او ژوبلې په اړه يې کره ارقام ورنکړل.

د ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ د پاکستانيو ځواکونو او اسلامي امارت تر منځ سرحدي نښته پر افغانستان د پاکستان له هوايي بريد وروسته پيل شوې وه او اوس پای ته رسېدلې ده.

د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) د روان کال په جنورۍ میاشت کې څرګنده کړې، چې له ۵۰۰ زره ډېر بې اسنادو افغان مهاجرین له هغې وروسته له پاکستان څخه ووتل، چې اسلام‌آباد په نومبر میاشت کې ورته ضرب الاجل ټاکلی و. د دغه مهالوېش له مخې؛ د افغانانو په ګډون له اسنادو پرته کډوال باید له پاکشتان څخه ووځي که نه؛ نو وبه‌نیول شي.

پاکستان د امنیتي اندېښنو او اقتصادي فشارونو له کبله د بې اسنادو مهاجرینو له ځپلو دفاع وکړه؛ خو شنونکي په دې باور دي، چې د اسلام‌آباد هدف د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د سخت دریځو د شتون په اړه د افغانستان پر اسلامي امارت فشار راوړل دي.

د خيبر پښتونخوا ايالت يوه لوړ پوړي دولتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي اي ايف پي ته وويل: د ناقانونه افغان کډوالو د ستنېدو دوه‌يم پړاو به له اختر وروسته پيل شي.

هغه زياته کړې، چې: د دې مرحلې جزئيات تر اوسه ندي په ډاګه شوي.

دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي هم ای ایف پي ته تائید کړه، چې د “ناقانونه افغانانو” پر نښه کولو او د جبري ایستلو د عملیاتو دوه‌یم پړاو به له اختر وروسته پیل شي.

دغه راز یې د نوم د نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د هغو سیمو د لټون سپارښتنه شوې، چې هلته بې اسناده افغانان ژوند کوي.

د پېښور د پوليسو دغه لوړپوړي چارواکي دا هم څرګنده کړې، چې د خيبر پښتونخوا ايالت فډرال حکومت تر اوسه د دې عملياتو د څرنګوالي په اړه ځانګړې امر ندي کړي.

ده ويلي، چې پوليسو په سيمه کې د مېشتو افغانانو په اړه معلومات راټول کړي دي.

ویل کیږي، چې په وروستیو لسیزو کې میلیونونه افغانان له تاوتریخجنو جګړو څخه پاکستان ته کډه شوي دي.

Trending

Exit mobile version