تازه خبرونه

د پاکستان د امنیتي ستونزو یوه برخه په افغانستان کې د کمزورې حکومتولۍ پایله ده

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۴۰۲)

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړی وزیر ويلي، اسلاماباد د افغانستان، سرحدي سیمو او د خیبرپښتونخواه ایالت پر واقعیتونو پوهېږي او تل د افغانستان د چارسمبالي حکومت وړتیا او اراده څاري.

په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د اړیکو له خرابېدو وروسته ظاهراً پاکستان د افغانستان پر وړاندې سخت او جدي دریځ خپل کړی دی.

لومړي وزیر د پاکستان دریځ او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د شته ستونزو یوه برخه په افغانستان کې د کمزورې حکومتولۍ پایله بللې ده.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، چې د افغانستان نوي واکمن داسې ځواکمنه او وړ اداره نه‌لري، چې د سرحدي سیمو د څارنې وس ولري.

انوارالحق کاکړ زیاته کړې: مونږ د افغانستان د چارسمبالي حکومت قابلیت او وړتیا اندازه کړې، طالبان د یوې مرکزې ځواکمنې ادارې درلودونکي نه‌دي، پاکستان د افغانستان او د خیبرپښتونخوا د سرحدي سیمو واقعتونه درکوي او هر وخت د طالبانو وړتیا او نیت څاري؛ خو په افغانستان کې یو مرکزي ځواکمن دولت نه‌شته، ځکه له افغانستان څخه زیاته تمه نه‌شو کولی.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر دا هم ویلي، چې په نوي افغان حکومت کې د واک بېلابېلې طبقې شتون لري.

هغه ویلي: پاکستان په هر قیمت د خپلې خپلواکې خاورې دفاع کوي، خو په افغانستان کې دننه پوځي عملیات دا مهال نه‌شي تاییدولی او نه  یې هم ردولی شي؛ په دیپلوماتیک ډګر کې باید دا حقایق له پامه ونه‌غورځوو، چې ایا افغانستان د لودیځو هېوادونو شل کلن پوځي حضور او د درې تریلیونو دالرو له لګښت سره د یو مرکزي حکومت درلودونکی دی؟ حقیقت دادی، چې لودیځو هېوادونو خپلې بسترې وتړلې او لاړل. اوس، چې په افغانستان کې کوم حکومت پاتې دی یو مشروع حکومت نه‌دی.

د افغانستان اسلامي امارت وايي، پاکستان باید په خپله خاوره کې ستونزې وڅېړي او پر افغانستان تورونه ونه‌لګیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان د خپل بام واورې پر افغانستان ور اچوي. په داسې حال کې، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه مهمه لار له شاوخوا یوې اوونۍ راپدیخوا تړلې ده او تر اوسه د تورخم دروازې د پرانیستلو په اړه خبرې هم کومې پایلې ته نه‌دي رسېدلي.

Trending

Exit mobile version