سیمه ییز خبرونه

د پاکستان د بلوچستان ایالت د ټاکنو په درشل کې ټاکنیزو دفترونو ته څېرمه چاودنو ۲۶  کسان ووژل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۲)

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې د چارشنبې پر ورځ د ټاکنو د نوماندانو دفترونو ته نږدې دوه چاودنو ۲۶ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکو ویلي دي چې د رای ورکولو د مرکزونو امنیت یې ټینګ کړی دی.

ویل کیږي، چې لومړی برید د پشین په اړوند سیمه کې د ټاکنو د خپلواک نوماند پر دفتر وشو، چې ۱۴ کسان یې ووژل شول.

د دې ایالت د اطلاعاتو وزیر زیاته کړې؛ دوه‌یمه چاودنه د افغانستان پولې ته څېرمه د سیف الله کلا په اړوند سیمه کې د جمعیت علمای اسلام (JUI) دفتر ته نږدې شوې ده.

د سیف الله کلا مرستیال کمشنر یاسر بازي ويلي، د دفتر مخې ته په موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ۲۵ نور ټپیان دي.

ویل کیږي، چې داعش د چارشنبې پر ورځ په خپل ټیلیګرام پاڼه کې د دغو دواړو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی.

د یادونې ده، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان بېلتون غوښتونکیو تحریکونو په ګډون څو نورې وسلوالې ډلې د پاکستان له دولت سره مخالفت کوي او په وروستیو میاشتو کې یې بریدونه هم کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان ویلي، چې دوی د ټاکنیزو نوماندانو پر ځای پولیس او امنیتي چارواکي پر نښه کوي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د ایران او افغانستان سره لویدیځې پولې به د جمعې پر ورځ د ټاکنو پرمهال د امنیتي  ډاډ لپاره وتړي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې سیاسي ګوندونو خپل کمپاینونه د ټاکنیزو قوانینو له مخې له ټاکنو یوه ورځ مخکې پای ته رسولي دي.

خان، له زندان څخه په یوه پیغام کې، مخکې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د رایې ورکولو وروسته د رایې ورکولو له مرکزونو بهر انتظار وکړي، ځکه چې سیالي سیاسي ګوندونو د ټاکنیز کمپاین د مودې پای ته رسیدو لپاره لوی لاریونونه ترسره کړل.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان یوه ویډیو خپره کړې، چې د اګست په میاشت کې له نیول کیدو څو ورځې وړاندې ثبت شوې وه او په خلکو یې غږ وکړ، چې رایه ورکړي.

قاسم خان د عمران خان زوی د بریټانوي ژورنالیست جمیما ګولډسمیت سره پر ایکس په یوه پوسټ کې له خلکو وغوښتل، چې د هغه او د هغه د ورور انځور ته رای ورکړي، چې د PTI بیرغ لري.

د پي ټي آی یوه چارواکي تائید کړئ، چې اکاونټ د قاسم خان سره تړاو لري؛ دا د عمران خان د ماشومانو له‌خوا د ټولنیزو رسنیو یو نادر پوسټ دی، چې خلکو ولیدو.

د ټاکنو مخکښ نوماند نواز شریف د خپل ورور پخواني صدراعظم شهباز شریف پر ملتیا په ختیځ ښار قصور کې د یوې لویې غونډې مشري وکړه.

نوموړي د پاکستان پر ځوانانو غږ وکړ، چې د هغه د ګوند ملاتړ.

د پاکستان پیپلز ګوند پلویان هم په جنوبي ښار لاړکانه کې د بلاول بوټو زرداري پر مشرۍ راټول شوي وه.

رویټرز راپور ورکړی، چې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او د پخوانۍ وژل شوې لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو زوی د شریف په ګډون پر مخالفانو نیوکې کړې دي.

Trending

Exit mobile version