تازه خبرونه

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا د سې‌ شنبې د ورځې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو تېره میاشت افغانستان ته د اسحاق ډار له سفر راپدېخوا په دوه اړخیزو اړیکو کې له پرمختګ څخه رضایت څرګند کړ.

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۷, ۱۴۰۴

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا د سې‌ شنبې د ورځې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو تېره میاشت افغانستان ته د اسحاق ډار له سفر راپدېخوا په دوه اړخیزو اړیکو کې له پرمختګ څخه رضایت څرګند کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې اړیکو اصلي تمرکز پر سوداګرۍ، ټرانزیټي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، د خلکو ترمنځ اړیکو او د سیاسي مشورتي میکانیزمونو فعالول دي.

دواړو خواوو همدارنګه په سیمه او له هغې هاخوا د سولې او امنیت د ودې لپاره د اوږدمهاله همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د لوړې کچې اړیکو د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

اسحاق ډار امیر خان متقي ته د اسلام‌آباد پر وړاندې د هند د وروستیو پاروونکو، غیرقانوني او یو اړخیزو اقداماتو په اړه هم معلومات ورکړل او یو ځل بیا یې د سولې او د خپل ملي حاکمیت د دفاع لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.

امیر خان متقي هم د سوداګرۍ او سفر آسانتیا لپاره د پاکستان د فعالو اقداماتو ستاینه وکړه او اسحاق ډار ته یې بلنه ورکړه، چې بیا افغانستان ته سفر وکړي.

Trending

Exit mobile version