تازه خبرونه

د پاکستان د کراچۍ له زندانونو ۱۳۷ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول

Published

on

Last Updated on: کب ۱۵, ۱۴۰۱

په پاکستان کې د افغانستان سفارت ويلي، چې تازه یې د کراچۍ له زندانونو یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغانان خوشې کړي دي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت څرګنده کړې، چې په راتلونکیو ورځو کې به ۶۰۰ نور افغان بندیان هم خوشې شي.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفیر سردار شکیب احمد وايي، نږدې شپږ سوه نور بندیان به په نږدې ورځو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شي.

دا افغان بندیان په داسې حال کې خوشې کېږي، چې اوس هم په پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته یو شمېر افغان کډوال میشت دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو شاوخوا  ۱۴۰۰ افغانان خوشي شوي دي.

د کډوالۍ د چارو پوهانو ويلي، چې افغانستان باید له پاکستان سره د افغان کډوالو ستونزه پر دیپلوماتیکو لارو اواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د څه باندې درې میلیون افغان کډوالو کوربه دی؛ خو په دې وروستیو کې د دغه هېواد امنیتي بنسټونو له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پیل کړی دی.

Trending

Exit mobile version