تازه خبرونه
د پاکستان لنډمهالي حکومت له نورو سره له مشورې پرته افغان کډوال ایستلي – بلاول بوتو زرداري
د پاکستان بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوتو زرداري ويلي، د پاکستان لنډمهالی حکومت باید د افغان کډوالو له ایستلو مخکې له ټولو خواوو سره مشوره کړې وای.
د پاکستان د خلکو ګوند مشر د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې، چې د افغان کډوالو مسله ډېره پېچلې ده.
نوموړي د دې ادعا په اړه، چې ګواکې لنډمهالی حکومت د ناقانونه کډوالو د شړلو واک نهلري ويلي؛ د قانون پلي کول د هر حکومت دنده ده.
نوموړي زیاته کړې: د قانون پلي کول خپله طریقه لري. د پاکستان د خلکو ګوند تل د بشري حقونو شعار پورته کړی دی. کوربه ټولنې هم اندېښنې لري او باید ورسره خبرې وشي. د پرېکړې د عملي کېدو په اړه هم ډېرې اندېښنې شته. زه فکر کوم، چې لنډمهالی حکومت باید له خلکو، مدني ټولنې، قربانیانو او کوربهټولنو سره خبرې وکړي او د هغې پر بنسټ پرېکړه وکړي او عملي یې کړي.
بلاول بوتو زرداري دا هم ویلي، چې افغانستان باید له نړۍ سره د یوه دولت په توګه چلند وکړي نه د یوې ډلې.
هغه زیاته کړې: افغانستان باید وښيي، چې د پاکستان دښمن بې له شکه د افغانستان دښمن دی.
دغه راز وایي؛ حکومت دې له احتجاج کوونکیو سره خبرې وکړي او دې ستونزې ته دې د حل لار ولټوي.
دی وایي: ستونزه د رسنیو له پوښښ پرته حل کیدی نهشي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت شاوخوا یوه میاشت مخکې د ناقانونه افغان کډوالو ایستل پیل کړل، چې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ډلو هم پرې نیوکې وکړې.
د بشري حقونو د څار ادارې ويلي؛ پاکستانيو چارواکو د افغان وګړیو پر وړاندې پراخې سرغړونې کړي، چې افغانستان ته جبري ستانه شي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو پولیسو د مهاجرینو ملکیتونه ضبط او کورونه یې ورته وران کړي دي. دغه راز د پاکستان پولیسو د مهاجرو وهل، ګواښل، نیول او شړل هم روان ساتلي دي.
د پاکستان لنډمهالی حکومت ادعا کوي، چې د پاکستان په بریدونو کې افغان وګړي لاس لري او د ناقانونه کډوالو شړل او ایستل هم له امنیتي ستونزو سره تړلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له امنیتي مسایلو سره پر افغانانو لګېدلي تورونه رد کړي او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د امنیتي ناکامۍ مسوول نهدی.