تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بندخونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.
وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوملیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نهلرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.