تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو څخه ۶۳ افغان کډوال خوشې شول

دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځه‌ویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم  د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

Published

on

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه د افغان کډوالو د خوشې کولو د هڅو په لړ کې ۶۳ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راولېږدول شول.

دې وزارت د پنجشنبې پر ورځ (د سلواغې پېنځه‌ویشتمه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د ۴ کورنیو په ګډون، چې ۱۵ کسان په کې دي؛ ۴۸ نور انفرادي بندیان هم  د سلواغې پر څلیریشتمه د پاکستان له بند څخه خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا افغان کډوال د پاکستان پولیسو د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله نیولي وه او شپږ ورځې یې په زندانونو کې ساتلي وه.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې دا کډوال د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو لړۍ له هغې وروسته نوره هم وغخېده، چې حکومت غیرقانوني افغان کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستان څخه د وتلو لپاره وروستۍ نېټه وټاکله.

Trending

Exit mobile version