تازه خبرونه

د پاکستان په تورخم کې سرحدۍ ځواکونو د فډرالي څېړنو ادارې ۶ کارکوونکي وهلي

Published

on

(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۳)

د پاکستانیو رسنیو د څرګندونو له مخې؛ په تورخم کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د وهلو ټکولو له کبله د فډرالي څېړنو ادارې شپږ کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د یکشنبې پر ورځ د دې پېښې له کبله د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره د مسافرو پر مخ تړل شوې وه.

د فډرالي څېړنو ادارې کارکوونکیو پر سرحدي ځواکونو تور لګولی، چې دوی غوښتل یو افغان وګړي ته پر جعلي اسنادو د سفر اجازه ورکړي.

دوی ویلي: له هغې وروسته، چې دغه کس ته يې د تېرېدو اجازه ورنه‌کړه؛ نو پاکستانيو امنيتي ځواکونو ووهل.

په پېښه کې ژوبل شوي درې کسان د لنډي کوتل روغتون ته وړل شوي او درې نور د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوي او بيا د فډرالي څېړنو ادارې چارواکو ته وسپارل شول.

د پاکستان سرحدي قول اردو په خبر پاڼه کې د فډرالي څېړنو ادارې پر کارکوونکیو تور لګېدلی، چې افغان وګړیو ته یې د رشوت په بدل کې له رسمي اسنادو پرته د سفر اجازه ورکړې ده.

سرحدي قول اردو دا ادعا هم کړې، چې دوه ورځې مخکې سرحدي ځواکونو دوه هغه افغان وګړي نیولي، چې د فډرالي څېړنو ادارې کارکوونکیو د اداري پړاوونو له تېرولو پرته له پولې د تېرېدو اجازه ورکړ شوې وه.

Trending

Exit mobile version