تازه خبرونه

د پاکستان په چترال کې د اسلامي امارت مخالفان پناه‌ځایونه لري – د بدخشان چارواکي

د بدخشان امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري ويلي، چې د اسلامي امارت مخالفان د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د چترال په اړوند سیمه کې پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه لري او هڅه کېږي، چې د شاه سلیم کوتل له لارې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ثبات ګډوډ شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۵, ۱۴۰۵

د بدخشان امنیتي چارواکو ويلي، چې اوس‌مهال د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته؛ خو پاکستان د چترال په سیمه کې د اسلامي امارت له مخالفانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې د روزنې او پالنې زمینه برابره کړې ده.

د بدخشان امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري ويلي، چې د اسلامي امارت مخالفان د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د چترال په اړوند سیمه کې پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه لري او هڅه کېږي، چې د شاه سلیم کوتل له لارې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ثبات ګډوډ شي.

هغه ویلي:« داسې شواهد شته، چې پاکستان د نظام مخالفانو لپاره فرضي کرښې ته څېرمه پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. په شمال کې بدخشان یوازنی ولایت دی، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. پاکستان د نظام مخالفان په چترال کې راټول کړي دي.»

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ولایت د زیباک ولسوالۍ په مرکز کې د خلکو ژوند په عادي ډول روان دی او د نښتو هیڅ نښه نه‌‌لیدل کېږي.

د زیباک اوسېدونکي وايي؛ اوس‌مهال په ډاډه امنیت کې ژوند کوي؛ خو له حکومت څخه غواړي، چې د هر ډول ناامنۍ د مخنیوي لپاره په سرحدي سیمو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.

د زیباک یوه اوسېدونکي واحد نومي ویلي:« خلک په امن او امان کې ژوند کوي او هیڅ اندېښنه نه‌لرو.»

یوه بل اوسېدونکي فرید هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د نښتو په اړه په خواله رسنیو کې خپرو شویو راپورونو ته داسې نغوته کړېده؛ د خلکو غوښتنه د پولو د امنیت ټینګول دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت ځواکونه په سرحدونو کې ځای پر ځای شوي او له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، زیباک ولسوالي له درې لارو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې سیمو سره لاره لري او په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version