تازه خبرونه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دوه افغانان وژل شوي

Published

on

د پاکستان پولیسو ویلي؛ دوه افغان وګړي، چې وروڼه دي په کراچۍ ښار کې پر ډزو وژل شوي دي.

د پولیسو یوه چارواکي ذیشان شفیق صدیقي رسنیو ته ویلي، چې جمال الدین او حیات الله د شنبې پر ورځ د ناڅرګندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.

هغه زياته کړې، چې وژل شوي کسان افغانان دي او د سهراب ګوټ په اړوند سيمه کې اوسېدل.

دوی غوښتل د واده د مراسمو لپاره موټر کرایه کړي کله، چې موټر سایکل سپارو دوه کسانو پرې ډزې وکړې.

پولیسو دا احتمال رد کړی، چې ګواکې دغه برید د غلا پر موخه شوی وي.

عیني شاهدانو ویلي، چې برید کوونکي هم افغانان ول.

Trending

Exit mobile version