تازه خبرونه
د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو افغان پر ډزو ووژل شو
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو افغان د خپلې میرمنې د پخواني میړه او د میرمنې د وراره پر ډزو وژل شوی او میرمن یې ټپي ده.
د نیشن ورځپاڼې د راپور له مخې؛ میر افضل او د هغه ۳۵ کلنې پاکستانۍ میرمنې سایره افضل غوښتل، چې له خپلې ۱۴ کلنې لور امبرین لومړي میړه سره افغانستان ته کډه وکړي، چې دا پېښه رامنځته شوه.
پخواني مېړه او د ښځې وراره ابوبکر، چې د خيبر پښتونخوا ايالت د چارسدې اوسېدونکي دي؛ له پاکستان څخه د دې ښځې او میړه له وتلو سره مخالفت وکړ او پر ډزو یې مير افضل وواژه او سايره يې ټپي کړه.
د مير افضل مړی او ټپي سايره روغتون ته لېږدول شوي دي.
دغې ښځې د پولیسو ادارې ته د دواړو تورنو پر ضد خپل شکایت وړاندې کړی دی.