سیمه ییز خبرونه
د پاکستان پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو سپارښتنه وکړه
د رویترز د څرګندونو له مخې: له هغې وروسته، چې د عمران خان پلویانو د هغه کور ته د پولیسو د ننوتلو مخه ونیوله؛ نو پاکستنيو پولیسو د یکشنبې پر ورځ د هغه د نیولو امر وکړ.
د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون په اکتوبر میاشت کې دغه ۷۰ کلن د کرکت اتل او سیاستوال د بهرنیو مشهورو شخصیتونو د ډالیو د پلورلو پر تور مجرم پېژندلی او د نیولو سپارښتنه یې کړې ده.
د فدرالي تحقیقاتو ادارې په فساد ضد محکمه کې د هغه پر وړاندې تورونه درج کړل، چې تېره اوونۍ یې د نیولو امر صادر کړ. له هغې وروسته، چې عمران خان د بار بار احضار سره سره محکمې ته حاضر نهشو.
خان د تېر کال په پیل کې پر پارلماني رایو له دندې لرې شو او له همغې ورځې راپدیخوا یې د ټاکنو سمدستي غوښتنه کړې ده. د خهغه دا غوښتنه د هغه د ځایناستي شهباز شریف لخوا رد شوه، چې ټاکنې به د روان کال په وروستیو کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سمې ترسره شي.
هغه تېر کال د بېړنیو ټاکنو د پیل لپاره د ټول پاکستان پر کچه د لاریونونو مشري وکړه او په یوه لاریون کې پر ډزو ولګېده او ټپي هم شو.
هغه د یکشنبې پر ورځ محکمې ته د نه حاضرېدو او د ډزو پېښې ته په نغوته کې وویل: دوی(پولیس) پوهیږي، چې زما ژوند ته ګواښ شته او زیاته یې کړه، چې محکمو مناسب امنیت چمتو کړی ندی.
د خان مرستیال فواد چودري ویلي؛ ناشونې ده، چې عمران خان ونیول شي؛ ځکه، چې هغه د سترې محکمې د خوندیتوب ضمانت ترلاسه کړی دی.
چودري وایي، چې حکومت غواړي د پخواني لومړي وزیر له نیولو سره سیاسي ګډوډي جوړه کړي او له وخت مخکې ټاکنو مخه ونیسي، چې د هېواد په ځوانانو او ښاري رای ورکوونکیو کې اوس هم خپل ځای لري.
رویترز څرګنده کړې، چې د اسلامآباد پولیسو په یوه بیان کې ویلي: کله، چې عمران خان د لاهور په خپل استوګنځي کې ونه موندل شو؛ نو دوی یې د نیولو امر صادر کړ.
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د څرګندونو له مخې؛ خان اړ دی، چې د مارچ پر اوومه عدالت ته حاضر شي. که هغه په دې کار کې بریالی نهشي، نو پولیس اړ دي، چې هغه ونیسي او عدالت ته یې وروپېژني.