لوبی

د پاکستان ښځینه کرکت لوبغاړې پر مذهبي دلایلو د دې لوبې له ډګر سره مخه ښه وکړه

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۳۱, ۱۴۰۲

د پاکستان د ښځو کرکت ملي لوبډلې لوبغاړې عایشه نسیم څرګندوي، چې وروسته له دې به په کرکت ډګر  کې لوبه نهکوي؛ ځکه، چې غواړي خپل ډېر وخت د اسلام سپیڅلي دین ته ځانګړی کړي.

عایشې په ۳۰ شل آووریزو، څلور یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې پر ترتیب ۳۶۹ او ۳۳ منډې جوړې کړې دي.

دې اتلس کلنې لوبغاړې د پاکستان کرکت بورد ته خبر ورکړی، چې کرکت ډګر پریږدي.

د پاکستانيو رسنیو د څرګندونو له مخې، د کرکت پرېښودو پرېکړه یې د مذهبي عقایدو له کبله کړې ده.

عایشه وایي: زه کرکت ډګر پرېږدم او غواړم، چې ژوند مې د اسلام سپیڅلي دین له مخې تېر شي.

عایشه نسیم د لومړي ځل لپاره پر ۲۰۲۰ ز.کال په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ او په ​​پاکستان کې یوه له غوره ښځینه کرکترانو څخه شمېرل کیږي.

Trending

Exit mobile version