تازه خبرونه
د پاکستان ګوادر بندر افغانستان ته اقتصادي ارزښت لري
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په ډاګه کړې، چې د اپټا سوداګریز تړون له مخې پر ګوادر بندر افغانستان هم سوداګري کولی شي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ټول سوداګریز ادرسونه او د هلیزونه وکاروي؛ ځکه، چې مونږ ته له اقتصادي پلوه لوړ ارزښت لري.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی افغان حکومت غواړي د پاکستان په ګډون ټولو هیوادونو سره منظمې اقتصادي همکاري ولري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند مرستیاله سعدیه سیرت څرګندوي، چې د افغانستان د حکومت پالیسي د سیمې او ګاوند هېوادونو سره د منظمو اقتصادي تعاملاتو شتون دی.
د پاکستان ګوادر بندر افغانستان ته تر ټولو نږدې بندر دی؛ خو دا، چې افغان لوری به له دې بندره ګټه پورته کړي او که نه، د صنعت او سداګرۍ وزارت یی په اړه څه نه وایي.
په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلا کار هم ويلي، افغانستان له دې وروسته کولی شي ، چې پر ګوادر بندر د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وایي؛ د ګوادر بندر له اقتصادې پلوه د افغانستان لپاره خورا لنډ او ګټور دی؛ خو اند ېښنه مو داده، چې ګاونډي هېوادونه نه غواړي له افغانستان سره معیاري سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې وپالي.
اقتصادي کارپوه کمال الدین کاکړ په دې باور دی، چې که د پاکستان حکومت نړیوالوسواګریزو او ترانزیتي قوانینو ته درناوی وکړي افغان سوداګروته د ګوادر بندر خورانږدې او ګتور دی.
پاکستانيو چارواکو په خپلو خبرو کې زیاته کړې؛ دې بندر ته له ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رارسیدلې او دا به افغانستان ته نه یوازې ورسول شي، بلکې دا بندر به ورته د سوداګرۍ یو نوی باب هم شي.