تازه خبرونه

د پاکستان یو برید هم بې‌ځوابه نه‌دی پاتې شوی- فصیح‌الدین فطرت

فطرت ویلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي پر نښه کړي؛ خو د اسلامي امارت په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې د پاکستان وروستي بریدونه د زغملو نه‌دي او تر اوسه یې یو برید هم بې‌ځوابه نه‌دی پاتې شوی.

فطرت ویلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي پر نښه کړي؛ خو د اسلامي امارت په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

هغه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور ادعاوې هم رد کړې او څرګندوي، چې دا ادعاوې حقیقت نه‌لري.

د اسلامي امارت د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز ټینګار کړی، چې افغانستان به هیڅ هېواد یا ډلې ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد ګټه واخلي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد امنیت او ملي واکمنۍ ته ژمن دی او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي.

Trending

Exit mobile version