تازه خبرونه

د پاکستان یو شمېر سیاسي مشرانو له کابل سره د امنیتي خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته نږدې څلور ساعته روانه وه او سیاستوالو په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا په ولایت کې د روان وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې یو شمېر سیاسي مشرانو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال سید عاصم منیر څخه د داخلي امنیتي ستونزو د حل لپاره له کابل سره د تعامل غوښتنه وکړه.

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دا ناسته نږدې څلور ساعته روانه وه او سیاستوالو په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا په ولایت کې د روان وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

له دې ناستې څخه باخبره سرچینو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په دې ناسته کې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی و. دوی ټولو “له لنډمهاله افغان حکومت سره د اړیکو رسمي یا غیر رسمي وړاندیز وکړ . “

 پر دې سربېره د ناستې ګډونوال په دې نظر ول، چې د ګاونډ هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي سیمې ته د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

په هرحال د پوځ مشر ویلي، چې د افغانستان واکمنو په تېرو وختونو کې زمونږ پرله‌پسې خبرداریو ته په پام نیولو کې پاتې راغلي دي.

سرچینو د پوځ د مشر د څرګندونو له مخې ویلي، چې “دوی زمونږ خبرې نه اوري.”

ورپسې سیاسي مشرانو وړاندیز وکړ، چې پوځي مشرتابه دې د ستونزو د حل لپاره د افغانستان له لنډمهاله حکومت سره له “نورو لارو چارو” کار واخلي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی: پوځي مشرتابه دا هم روښانه کړه، چې په خیبر پښتونخوا کې کوم نوي پوځي عملیات نه ترسره کیږي؛ خو دا، چې “د وضعیت مالکیت” باید خپل شي.

سرچینو ویلي، “د استخباراتو پر بنسټ عملیات به زیات شي.”

په یوه رسمي خبرپاڼه کې، ISPR تائید کړه، چې منیر د خیبر پښتونخوا له سیاستوالو سره خبرې وکړې او دوی په دې ولایت کې د اورپکو پر وړاندې د یو سیاسي غږ او عام ملاتړ پر اړتیا هوکړه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت (IEA) تر اوسه د دغو راپورونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

د افغانستان او پاکستان اړیکې له پخوا ډېرې ترینګلې شوې دي؛ پاکستان اسلامي امارت تورنوي او وایي؛ تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته اجازه ورکوي، چې له خاورې څخه یې فعالیت وکړي.

اسلامي امارت تل دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي؛ دوی به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې له افغانستان څخه د نورو حکومتونو پر وړاندې بریدونه پلان کړي او یا یې ترسره کړي.

Trending

Exit mobile version