تازه خبرونه
د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه اتم تلین ونمانځل شو
د افغانستان پخوانی او وروستی پاچا ټیک اته کاله مخکې په همدې ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله د دري نوي کلونو په عمر مړ شو.
اجرائیه رییس داکترعبدالله عبدالله پخوانی پاچا د هېواد د معاصر تاریخ ستر شخصیت بولي، چې په وینا یې په ملي مسایلو کې یې مهم او څرگند رول درلود.
د غونډې برخه وال شهزاده مسعودوایي، که د پخواني پاچا تگلارې او سیاستونه تطبیق شي، کیدای شي ملي پیوستون ته ورسیږو.
محمد ظاهرشاه د افغانستان وروستۍ پاچا و، چې له نولس سوه دري دېرشم کال څخه تر نولس سوه دري اویایم کال پورې یې څلویښت کاله حکومت وکړ.
د ظاهر شاه سلطنت د دیارلس سوه دوه پنځوسم کال د چنگاښ په شپږویشتمه د یوې کودتا په پایله کې د هغه د تره د زوی داود خان له خوا وپرځول شو.
له دغې کودتا او د سلطنت له پای ته رسیدو وروسته شاوخوا نهه ویشت کاله نوموړی په ايتاليهکې استوگن شو؛ خو د دوه زره دوه یم کال د اپریل په میاشت کې بېرته کابل ته را ستون شو او په لویه جرگه کې ورته د ملت بابا لقب ورکړشو.
نوموړی د ۱۳۸۶ ل کال د زمري په لومړۍ نېټه د ور پیښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړي او د مرنجان په تپه کې خاورو ته سپارل شوی دی.