تازه خبرونه
د پوهنتونونو د ښځينه محصلينو زدکړه وځنډول شوه
د لوړو زدکړو وزارت وايي، چې د کابینې د پرېکړې له مخې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو زدکړې تر راتلونکې خبرتیا پورې وځنډول شوې.
د لوړو زدکړو وزارت په یوه مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبرداری ورکړی، چې د کابینې د پرېکړې له مخې به د ښځینه محصلینو زدکړې سمدستي تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.
تازه خبرونه
متقي د سعودي عربستان له سفیر سره په چین کې د کابل-اسلامآباد پر مذاکراتو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي د ناستې پر مهال د چین په اورومچي ښار کې د سیمهییزو بدلونونواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستیو مذاکرانو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ متقي په اورومچي کې له پاکستاني لوري سره د وروستیو خبرو اترو په اړهد څرګندونو پر مهال هیله من شو، چې د تفسیر توپیرونه او ځینې کوچني تخنیکي مسایل به د خبرو د پرمختګ مخه ونهنیسي.
متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او وایي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې به په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې نورې هم پراخې شي.
د سعودي سفیر زیاته کړې، چې سیاسي او امنیتي ثبات او همدارنګه په افغانستان کې اقتصادي پرمختګونه خورا مهم دي او ریاض په دې برخو کې له افغانستان ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره عملي او رغنده تعامل؛ د یوناما بنسټیزې هڅې او سیمهییزه همکاري
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
د ۲۰۲۱ ز.کال له بدلونونو نږدې پېنځه کاله وروسته، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په چلند کې څرګند بدلون رامنځته شوی او د انزوا پر ځای عملي تعامل ورته د پام وړ ګرځېدلی دی.
د ډیپلومات ورځپاڼې د راپور له مخې؛ یوناما په دې بهیر کې مرکزي رول لوبوي او د واکمنو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیک منځګړيتوب هڅې تر سره کوي.
یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې پر درې بنسټیزو برخو راڅرخیږي؛ سیاسي تعامل، پر بشري حقونو څار او د بشري مرستو همغږي. په داسې حال کې، چې افغانستان له جدي اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي ټینګار کوي؛ اوسنيو شته واقعیتونو ته پر پاملرنه، تعامل یوازنی عملي غوراوی دی. بندیزونه په ټوله کې ځانګړي اشخاص پر نښه کوي؛ خو د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د پانګونې او اوږدمهاله پراختیا مخه نیسي.
سیمهییزه همکاري په ځانګړي توګه له منځنۍ آسیا سره اړینه شوې؛ د سیمې هېوادونو د بشري لوژستیک، سوداګرۍ او بنسټیزو اړیکو په برخو کې خپل رول پراخ کړی او د ازبکستان ترمذ ښار د مرستو رسولو لپاره یو اړین مرکز ګرځېدلی دی.
په دې توګه د یو ګډ نړیوال چوکاټ رامنځته کېدا اوس هم ننګونکې ده؛ ځکه، چې د نړیوالو، سیمهییزو او افغان چارواکو ترمنځ بېلابېل لیدلوري شتون لري.
یوناما ټینګار کوي، چې د باور له نشتوالي سره – سره د خبرو اترو لارې خلاصې پاتې دي.
دغه راز د سیمهییز پرمختګ لپاره یو پراخ جوړښت هم مخ پر ښکارهکېدا دی. د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د ملګرو ملتونو سیمهییز مرکز پر ۲۰۲۵ ز. کال په الماتا کې د انټونیو ګوټرش او قاسم-جومارت توکایوف پر ملاتړ پرانیستل شو، چې موخه یې په منځنۍ آسیا کې پر اوږدمهاله لومړیتوبونو تمرکز دی.
په ټولیزه توګه دا بدلونونه له افغانستان سره د تدریجي او منظم تعامل پر لوري د چلند بدلون پر ګوته کوي او ښیي، چې نور دا هېواد د ګواښونو سرچینه نه، بلکې د فرصتونو د ځای په توګه لیدل کیږي.
تازه خبرونه
افغانستان د غزې له خلکو سره ۵۳۰ ټنه مرسته وکړه
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د رياست الوزراء پر حکم دغه مرستې د یوه پلاوي لهخوا له پېر وروسته چمتو او د مصر عربي جمهوریت ته ولېږل شوې، چې د رفح بندر له لارې د فلسطين – غزې ته ورسېدې.
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د غزې ولس ته خپلې ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې د مصر د رفح بندر له لارې رسولي، چې پر ۲۲زره کورنیو به ووېشل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د رياست الوزراء پر حکم دغه مرستې د یوه پلاوي لهخوا له پېر وروسته چمتو او د مصر عربي جمهوریت ته ولېږل شوې، چې د رفح بندر له لارې د فلسطين – غزې ته ورسېدې.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د نږدې پېنځه سوه زره امريکايي ډالرو پر ارزښت ۵۳۰ ټنه خوراکي توکي او البسه په ٤٢ لاریو کي لېږل شوي، چې شاوخوا دوه ويشت زره کورنيو ته به ووېشل شې.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو لوريو غوښتي؛ په غزه کې دې د اوربند د بنسټيزه کولو لپاره معنالرونکې هڅې تر سره کړي.
-
نړۍ4 days agoد هائیټي په تاریخي کلا کې د ګڼې ګوڼې له کبله مرګ او ژوبله رامنځته شوې
-
تازه خبرونه4 days agoپه هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
-
نړۍ2 days agoایران د هوکړې غوښتونکی دی؛ خو اټومي اختلافات یې خنډ شوي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد روان کال د ګوزڼ واکسین لومړی ملي کمپاین پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
-
تازه خبرونه4 days agoامیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمهییزو بدلونونو خبرې وکړې
