تازه خبرونه

د چین او روسیې چارواکو پر افغانستان خبرې وکړې

د راپور له مخې؛ دواړو خواوو په هغه ناسته کې، چې د جمعې پر ورځ د کب پر لسمه ترسره شوې، هوکړه وکړه، چې د چین او روسیې د سټراټیژیکو امنیتي خبرو اترو نوی پړاو په مناسب وخت کې ترسره کړي.

Published

on

د چین خبري سرچینې شینهوا راپور ورکړی، چې سرګي شویګو؛ د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیی په بیجینګ کې سره لیدلي او د امنیتي همکارۍ پر پیاوړتیا، افغانستان او د سیمه‌ییزو او منځني ختیځ مسلو یې خبرې کړې دي.

د راپور له مخې؛ دواړو خواوو په هغه ناسته کې، چې د جمعې پر ورځ د کب پر لسمه ترسره شوې، هوکړه وکړه، چې د چین او روسیې د سټراټیژیکو امنیتي خبرو اترو نوی پړاو په مناسب وخت کې ترسره کړي.

د افغانستان په اړه د خبرو اترو جزئیات تر دې دمه څرګند شوي ندي.

روسیې او چین لکه نورو هېوادونو ته ورته، تر اوسه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني؛ خو دواړه هېوادونه ورسره پراخې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

سرګي شویګو د ۱۴۰۳ کال په ډسمبر کې کابل ته سفر کړی او د اسلامي امارت د رییس الوزراء له اقتصادي او سیاسي مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له چارسمبالو ( سرپرستانو) سره یې بېلا بېل ولیدل.

هغه چین ته په سفر کې له ولسمشر شي جین پینګ سره هم یوه ځانګړې غونډه درلوده.

د روسیې خبري سرچینو راپور ورکړی، چې مسکو او بیجینګ په بېلابېلو نړیوالو مسلو کې هم‌انده دي.

شویګو د چین بهرنیو چارو وزیر ته د خپلې لیدنې په اړه ویلي، چې دواړه هېوادونه لوړ سیاسي او سټراټیژیک متقابل باور لري او د بهرنیو عواملو تر اغېز لاندې ندي.

Trending

Exit mobile version