Connect with us

تازه خبرونه

د چین نوي سفیر اسلامي امارت ته خپل باورلیک وړاندې کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: وږی ۲۳, ۱۴۰۲

نن (چارشنبه د وږي ٢٢ ) له غرمې مخکې د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په افغانستان کې د چين د نوي سفير جاو شينګ باور ليک ومانه.

په ارګ کې له نوموړي تود هرکلي وشو او په یو لړ مراسمو کې، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان موتقي هم حضور درلود؛ رییس الوزراء د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړې؛ ښاغلي جاوشینګ ویلي، چې چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او د پرېکړو خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه‌کوي.

 بلال کریمي زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې پر سیاست، اقتصاد او یو شمېر نورو اړوند برخو هم بحث او خبرې وشوې.

د چین سفیر له تود هرکلي او د خپل نوي ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او وایي؛ دا زما لپاره د ویاړ خبره ده، چې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.

دغه راز نوموړي د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله اخوندزاده او رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ته د چين د مشرتابه سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.

ښاغلی جاو شينګ ويلي: مونږ خوشحاله يوو، چې په تېرو دوه کلونو کې د اقتصاد د ودې او د امنيت د برابرولو ترڅنګ له فساد، جرمونو او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي. زه به په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړي کولو لپاره نوره هڅه هم وکړم.

د اسلامي امارت رییس الوزراء د چين د سفير په توګه د ښاغلي جاو شينګ د ټاکلو له کبله د چين د رهبرۍ ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د هغه ټاکل کېدا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت او د يو نوي فصل د پيل لامل شي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!