تازه خبرونه
د چین نوي سفیر اسلامي امارت ته خپل باورلیک وړاندې کړ
نن (چارشنبه د وږي ٢٢ ) له غرمې مخکې د اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په افغانستان کې د چين د نوي سفير جاو شينګ باور ليک ومانه.
په ارګ کې له نوموړي تود هرکلي وشو او په یو لړ مراسمو کې، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیرخان موتقي هم حضور درلود؛ رییس الوزراء د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړې؛ ښاغلي جاوشینګ ویلي، چې چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او د پرېکړو خپلواکۍ ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نهکوي.
بلال کریمي زیاته کړې؛ په دې لیدنه کې پر سیاست، اقتصاد او یو شمېر نورو اړوند برخو هم بحث او خبرې وشوې.
د چین سفیر له تود هرکلي او د خپل نوي ماموریت له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او وایي؛ دا زما لپاره د ویاړ خبره ده، چې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.
دغه راز نوموړي د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله اخوندزاده او رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند ته د چين د مشرتابه سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.
ښاغلی جاو شينګ ويلي: مونږ خوشحاله يوو، چې په تېرو دوه کلونو کې د اقتصاد د ودې او د امنيت د برابرولو ترڅنګ له فساد، جرمونو او نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي. زه به په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړي کولو لپاره نوره هڅه هم وکړم.
د اسلامي امارت رییس الوزراء د چين د سفير په توګه د ښاغلي جاو شينګ د ټاکلو له کبله د چين د رهبرۍ ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د هغه ټاکل کېدا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت او د يو نوي فصل د پيل لامل شي.